د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو او د سولې د روان بهیر په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې حکومت او سیاستوال د تلپاتې سولې او که د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي؟
په مطلب کې وړاندې راغلي پهداسې حال کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نږدې ۱۰۰ کسان په اپرېل میاشت کې په قطر کې له طالب استازو سره د ناستې تیاری نیسي د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئیس د دغه ناستې د ځنډ غوښتنه کړې ده.
په مطلب کې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئیس محمد عمر داوودزي له قوله لیکل شوي دي که دغه ناسته د سولې له مشورتي جرګې وړاندې جوړه شي، نو پر دغې جرګې به منفي تأثیرات وکړي.
د مطلب لیکوال د ارګ په حواله لیکلي چې په قطر کې د افغان سیاسونو او طالب استازو ناسته عادي غونډه ده او تر هغې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ بینالافغاني خبرې اترې پیل نهشي هېڅڅوک د افغان سولې په اړه هېڅ ډول هوکړه نهشي کولای.
د مطلب د لیکوال په باور چې د سولې په برخه کې د حکومت او افغان سیاسیونو نههمغږي د دغې پروسې د ناکامۍ لامل ګرځي.
په مطلب کې له حکومت او سیاسیونو غوښتنه شوې چې باید د سولې په برخه کې تر یو چتر لاندې له طالبانو سره کېني او د سولې خبرې پر مخ یوسي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دوحه کې د امریکا او طالب پلاوي ترمنځ د راتلونکي پړاو کېدونکو خبرو ته ځانګړی کړی دی او لیکلي یې دي چې پهدغه پړاو خبرو کې به په هغو مسایلو بحث او خبرې وشي چې له دې وړاندې پرې خبرې نهدي شوي.
دې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئیس عمر داوودزي هغه خبره هم را اخیستې چې د قطر ناستې پایلې یې د مشورتي لویې جرګې پورې تړلي او ټينګار یې کړی چې دغه ناسته باید له مشورتي لویې جرګې وروسته وشي.
د سرمقالې د لیکوال په باور غوره دا ده چې د قطر په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت استازي هم ګډون وکړي ځکه چې دا د افغانستان د سولې د پروسې سره مرسته کولای شي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې په ډېرېډو اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي چې له ولس سره دښمني اخر د څه لپاره؟
د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې د سولې د پروسې له تېزېدو سره د ملکي مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
د سرمقالې لیکوال لیکي، په تازه پېښه کې چې د ننګرهار په بهسودو او د کندز په حقالعبور سیمه کې د هوايي حملې او په کورونو د چاپو له امله رامنځته شوه یو شمېر ولسي وګړو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې دا لومړی وار نهدی چې د افغان امنیتي ځواکونو په ورته هوايي حملو کې ولسي وګړي په نښه کېږي، بلکې له دې وړاندې په یو شمېر سیمو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د ملي یووالي حکومت د جوزا یا غبرګولي د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته قانوني مشروعیت نهلري.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې د افغانستان د اساسي قانون د ۶۱مې مادې په اساس د غبرګولي د میاشتې په لومړۍ نېټه د ولسمشر غني د واک موده پای ته رسېږي.
د مطلب لیکوال د یو شمېر حقوقي کارپوهانو په قول لیکلي دي چې حکومت د انتخاباتو پروسه انحصار کړې او وخت پر وختيې د ترسره کېدو نېټه ځنډوي.