د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۱

دنیا: د ابوظبي ولیعهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د طالب مشرانو د ترور وړاندیز کړی


هشت صبح:

هشت صبح خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولې ولسمشر د افغانستان خلکو ته د نوي کال مبارکي ونه ویله؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت په خپله وینا کې ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو ته د نوي کال مبارکي وویله، خو د افغانستان خلکو ته یې مبارکي ورنه کړه.

سرمقاله لیکونکی لیکي، ولسمشر یوازې همدا یوځل د نوروز کلمه یاده کړه.

ورځپاڼه په انتقاد سره لیکي چې دا کومه منطقي توجیع نه لري او لامل یې هم نه دی روښانه چې ولې یې د افغانستان خلکو ته مبارکي ورنه کړه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال نوروز تحریم کړی و، ځکه هغوی د معاصر تمدن د لاسته راوړنو مخالف وو او د دغه هېواد خلک یې د سیاسي قدرت خاوندان او د قانون جوړونې صلاحیت لرونکي نه ګڼل.

ورځپانه په ټینګار سره لیکي، نو د افغانستان خلک غواړي وپوهېږي چې ولسمشر یې ولې د نوي کال مبارکي ورنه کړه؟

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د جګړې د دوو اصلي ښکېلو لوریو ترمنځ خبرې پر مخ روانې دي، تمه ده چې د هیلو دا بله شوې ډیوه نوره هم روښانه او بالاخره په هېواد کې د روانې بدمرغې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي چې اوس مو له ولسه د ورځې په حساب سلګونه تنه قرباني اخلي.

په سرمقاله کې راغلي، هیله ده چې د قطر په راتلونکې بین الافغاني ناسته کې هغه ټول ابهامونه او پوښتنې ځواب او روښانه شي چې د دې بهیر په اړه ځینو ته رښتینې اندېښنې جوړوي او ځینو ته بیا د مغرضانه پلمو او له سولې سره د مخالفت لامل ګرځي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، له بده مرغه حکومت هم د خپل نامناسب دریځ له امله د سولې له دغه بهیره پاتې دی چې اوس دغه حالت ورته په ډېره بده عقده بدل شوی دی.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د ابوظبي ولیعهد د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د طالب مشرانو د ترور وړاندیز کړی دی.

دنیا د یو شمېر بهرنیو اژانسونو په حواله دا لیکلي او زیاتوي چې بن زاید پامپیو ته ویلي چې له طالبانو سره سوله به افغانستان بېرته پخواني حالت ته ستون کړي.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دې وړاندیزه هک پک شوی، خو کوم ځواب یې نه دی ورکړی.

د مطلب په دوام راغلي چې د ابوظبي ولیعهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې په دې هم اندېښنه ښودلې چې ولې هغه هېواد له سوریې خپل ځواکونه باسي.

په سرمقاله کې راغلي، دا خبرونه داسې مهال خپرېږي چې اماراتو له طالبانو سره له سولې تل ملاتړ کړی دی او په دېسمبر میاشت کې امریکانو سره د طالبانو د لومړي پړاو خبرو کوربه هم و .

XS
SM
MD
LG