د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره د سولې په وروستیو هلو ځلو او د کابل د وروستي خونړي حملې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې سوله او خونړي بریدونه تر عنوان لاندې به خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د سولې وروستیو هلو ځلو ته په کتو له خلکو سره د یو ښه خبر د اورېدو هيله پیدا شوې ده.
خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې د سولې د هلو ځلو له تېزېدو سره د جګړې اور هم ګرم شوی او دواړه غاړې د ډېرو امتیازاتو د ترلاسه کولو په هدف په یو بل خونړۍ حملې کوي چې تر ډېره پهکې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې کابل د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر راتګ او دلته د شهیدانو او معلولینو په معینیت حمله بېارتباطه کېدای نهشي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور د افغانستان په سوله کې دوه افغان لوري ښکېل نهدي، بلکې د پاکستان په ګډون پهکې زیات شمېر نور هېوادونه هم ښکېل دي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې وايي چې طالبان به سولې ته وهڅوي، نو دا هم کولای شي یاده ډله اوربند ته حاضره کړي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د کابل وروستی برید څه پیغام لري؟ تر عنوان لاندې په سرمقاله کې لیکلي دي چې د کابل د دوشنبې د ورځې خونړۍ حمله داسې مهال وشوه چې د سولې خبرې تر بل هر وخت تېزې شوې دي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم د دغه برید مسؤلیت هېڅچا نهدی منلی، خو د سرمقالې د لیکوال په باور چې ورته حملې معمولاً طالبان یا هم القاعده کوي.
سرمقاله لیکونکی لیکي چې دغه برید په ډېر روښانه توګه دا پیغام ورکاوه چې زموږ حکومت او امنیتي او کشفي ارګانونه د دغه ډول حملو د مخنیوي توان نهلري.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې همدې مسئلې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د کابل د دوشنبې د ورځې له خونړۍ حملې وروسته داسې پوښتنې راپورته کېږي چې له طالبانو پرته بل څوک د دغه ډول حملو توان لري؟
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم پهدې برخه کې د داعش نوم اخیستل کېږي، خو دغه ډلې هم د وړمې ورځې د پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
په سرمقاله کې دا هم راغلي دي چې د کابل د وړمې ورځې وحشیانه حملې دا وښوده چې دلته پردي استخبارات د جګړې لپاره ډېر ډلې او وسلې لري او دوی د خپلو اهدافو لپاره هر وخت هر څه کولای شي.
سرمقاله لیکونکی لیکي چې اوس نو دا پوښتنه هم شته چې که طالبان سوله کوي، نو د نورو وسلهوالو ډلو مخه به څنګه نیول کېږي؟
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو ځانګړي مطلب کې لیکلي دي چې ترهګر به هېڅکله د وحشتونو له لارې خپلو ناوړه اهدافو ته ونهرسېږي.