کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو له منځه یې بیا له دغه هېواده د امریکايي پوځیانو د احتمالي وتلو په اړه لیکنې او سرلیکنې خپرې کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا د جمهوري غوښتونکو ارشد سناتور د دغه هېواد د سنا له مجلسه غوښتي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو یوه ځانګړې ناسته وکړي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې لینډسي ګراهام چې د امریکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو د کمېټې غړی هم دی، خبریالانو ته یې ویلي چې په دې اړه دوی د امریکا د دفاع د وزیر جیمز مټېس د مستقیمو څرګندونو غوښتنکي دي.
د مطلب لیکوال لیکلي، دا په داسې حال کې ده چې مټېس ویلي، له ولسمشر ټرمپ سره یې د خپلو مخ پر ودو اختلافاتو له امله خپله استعفا وړاندې کړې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستان څخه خپل ۷۰۰۰ سرتېري وباسي.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي نیمايي پوځیانو وتلو او په پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو د وتلو تمه یوازې د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس او حتی هغوی ته هم چې ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو، د ویاړ ځای دی.
په مقاله کې وړاندې راغلي، تر ویاړ پورته دا هغه غوټه وه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د پرانیستلو رښتینې هڅې نه وې شوې، ځکه د سولې په بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.
د مقالې لیکوال دا هم لیکي دا چې امریکایان له افغانستانه د وتلو په لارو فکر کوي او کله چې امریکا د وتلو تیاری نیسي، امنیتي تړون هم بیا کوم ارزښت نه لري، که افغان حکومت یې په اړه غور وکړي، سولې ته د رسېدلو لار لنډېږي.
ځکه د لیکوال په خبره، طالبانو افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره شرط ايښی چې له امریکا سره دې خپل امنیتي تړون ړنګ او امریکايي عکسر دې له خپلې خاورې وباسي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې د امریکا دا پرېکړه عجولانه او نا سنجول شوي ګڼلې او ویلي یې دي چې دا کار به طالبان د جګړې په ډګر کې لا پیاوړي کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي.
هېواد لیکي، که امریکا غواړي چې په راتلونکي اوړي کې خپل نیمايي پوځیان وباسي، نو له افغانستان سره دې د لاسلیک شویو اوږدمهالو ستراتېژیکو او امنیتي تړونونو له مخې د ترهګرو ډلو د ځپلو په هدف افغان ځواکونه نور هم پیاوړي کړي.
ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، د دښمن سر د مقابلې په هدف د افغان ځواکونو ښه تجهیزول ډېر مهم دي.