د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۴

له افغانستانه د ځينو امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو اندونه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه هم لیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له سوریې د خپل پوځ د ایستلو تر اعلانه وروسته له افغانستانه هم د اوو زرو پوځیانو د ايستلو اعلان وکړ.

ورځپاڼه وايي، په دې اعلان سره ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا نړۍ حیرانه کړه.

د ټرمپ د دې اعلان په غبرګون کې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس د استعفا اعلان وکړ.

په سرمقاله کې راغلي، تر دې وړاندې له سوریې او افغانستانه د ټولو پوځونو د ایستلو په باب د امریکا او نړۍ په کچه ګڼ غبرګونونه ښکاره شول.

سرمقاله لیکونکی لیکي، په ټولو کې دا ټکی شریک دی چې که دغه هېوادونه په امنیتي تشه کې پرېښودل شي، بدې يایلې به ولري.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې افغان حکومت چې له مخه کاواکه او د وضعیت په کنټرول کې بې وسه دی، ظاهراً د ډاکتر نجیب د حکومت له برخلیک سره مخ شوی، خو کټ مټ خبره د نویمو کلونو په څېر نه ده.

د حکومت غبرګون ظاهراً دا دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد دفاع په خپله د افغان ځواکونو په لاس ده او په مېړانه له هېواده دفاع کوي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، که چېرې د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان له سولې او ثبات سره مرسته کوي او د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل کېږي، په دې کار کې هم د افغانانو او هم د نورو هېوادونو خیر پروت دی او باید ووځي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا وتل باید د پلان له مخې او په منظم ډول وي، یعنې امریکایان باید له افغانستانه په پوره مسؤلیت سره خپل سرتېري وباسي.

ورځپاڼه لیکي، داسې نه شي چې د ځواکونو تشه رامنځته شي، موجوده نظام هم سقوط وکړي او د اوولسو کلونو لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا بیا د طالبانو په شمول د هېڅ چا په ګټه هم نه ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د یو شمېر بهرنیو اژانسونو په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي، دا سرتېري به تر راتلونکي اوړي پورې له افغانستانه ووځي، خو په اړه یې ورستۍ پرېکړه نه ده شوې.

په مطلب کې وړاندې راغلي، ولسمشر ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې له افغانستانه د سرتېرو د ايستلو ټینګار کاوه، خو د روان کال په پیل کې نوموړی د امریکا د دفاع وزیر او نورو پوځي مشرانو له خوا وهڅول شو چې پر طالبانو د فشار ساتلو او داعش ډلې سره د جګړې لپاره باید په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور وساتل شي.

XS
SM
MD
LG