د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه نن پیلېږي


د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه نن پیلېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان کولای شي چې سر له ننه د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره خپل نومونه ثبت کړي.

د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه به دولس ورځې دوام وکړي او د کاندیدانو ابتدايي لېست به د جدي په اتلسمه نېټه اعلانېږي.

دا چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو لپاره څه شرطونه ایښودل شوي، په اړه يې د انتخاباتو د کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

"د افغانستان تابعیت ولري، مسلمان وي او څلوېښت کلن وي، د خپلو سلو زرو ملاتړو لېست باید ولري، په بشریت ضد جنایتونو تورن نه وي او له خپلو مدني حقونو بې برخې نه وي، د کاندیداتورۍ د لګښت لپاره یو ميلیون افغانۍ ولري."

ښاغلي ابراهیمي وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له تېرې چهارشنبې راهیسې د ولسمشرۍ کاندیدانو ته معلوماتي بستې ورکول پیل کړي دي او تر اوسه پورې ۶ اشخاصو دا بستې اخيستي دي.

د نوموړي په وینا، د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان کولای شي چې په دې اړه له انلاین معلوماتو هم ګټه واخلي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په داسې وخت کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو نوم لیکنه پیلوي چې لا هم د مرکز په ګډون د څلورو ولایتونو د ولسې جرګې د انتخاباتو نتیجه اعلان شوې نه ده.

د دې کمېسيون مرستیال ویاند ښاغلی ابراهیمي په دې اړه وايي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسيون هڅه کوي چې د راتلونکې اوونۍ تر پایه د پاتې څلورو ولایتونو د نتیجو لومړنی لېست اعلان کړي، د ننګرهار، بغلان او پکتیا ولایتونو د پایلو له اعلانولو وروسته به د کابل د نتیجو ابتدايي لېست اعلان کړي."

د کابل په شمول د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات د تېرې میزان میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه وشول، له هغې یوه اوونۍ وروسته دا پروسه په کندهار کې ترسره شوه، خو په غزني ولایت کې لاهم د ولسې جرګې انتخابات نه دي شوي .

د انتخاباتو د کمېسيون له خوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸هجري لمریز کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي.

د انتخاباتو د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست به د مرغومي په اتلسمه او وروستی به یې د سلواغې په ۲۶مه اعلان شي.

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG