د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د شکایتونو کمېسیون: د کابل د انتخاباتي درغلیو په اړه نیم اسناد نه‌دي راسپارل شوي


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د کابل د انتخاباتو په تړاو دوی ته نیمايي اسناد نه‌دي سپارلي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د کابل د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان خبره کوي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له دغې تازه ستونزې پرده پورته کوي.

دا چې که د انتخاباتو کمېسیون شکایتونو کمېسیون ته اسناد ونه‌لېږي دغه کمېسیون به د انتخاباتو په تړاو څه پرېکړه وکړي؟ په‌دې اړه د شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"له دغو بې‌نظمیو سره چې د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلانېږي له شک پرته چې موږ ته ستونزې جوړوي، کومو اسنادو ته چې موږ د کابل د انتخاباتو د څېړلو لپاره اړتیا درلوده په خواشینۍ سره چې تر اوسه‌یې نیم اسناد هم نه‌دي لېږل شوي. هیله‌مند یو چې جداً دا اسناد موږ ته وسپارل شي."

په کندهار کې یوه مېرمن ۱۳۹۷ کال د تلې د ۲۸ مې نېټې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي.
په کندهار کې یوه مېرمن ۱۳۹۷ کال د تلې د ۲۸ مې نېټې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې خپله رأیه کاروي.

له دې ټولو سره ټاکل شوې چې د چهارشنبې تر ماښامه پورې د ننګرهار ابتدايي نتایج اعلان شي، خو د شکایتونو کمېسیون په وینا لا هم ستونزه پر خپل ځای پاتې ده او په وینا یې د پروسې شفافیت هغه مهال د اعتبار وړ دی چې اسناد وڅېړل شي.

د شکایتونو کمېسیون وايي، په نتایجو کې ځنډ د دوی کارونه هم له ځنډ سره مخ کړي دي.

له دې ټولو سره سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ۲۹ ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان کړي او ویلي یې دي چې د کابل د رأی شمېرنې بهیر هم پای ته رسېدلی او تر یکشنبې ورځې پورې به‌یې اعلان کړي.

خو د دغه کمېسیون یو شمېر کمېشنران وايي، د کابل په انتخاباتو کې ستونزو ته په کتو به ابتدايي نتایج د قوس میاشتې تر پایه اعلان نه‌شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق‌پرست وايي، ټول هغه اسناد چې شکایتونو کمېسیون غوښتي و، دغه کمېسیون ته سپارل شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق‌پرست
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق‌پرست

نوموړي زیاته کړه:

"د دواړو کمېسیونونو ترمنځ د شوي توافق پر اساس ټول اسناد سپارل شوي چې په اسنادو کې غږیز پیغامونه او ټول هغه اسناد چې غوښتنې دي ورته لېږل شوي او موږ هڅه کوو د کابل ابتدايي نتایج تر یکشنبې ورځې پورې اعلان کړو."

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شفافیت خبره کوي، خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، که د کابل ابتدايي نتایج شکایتونو او تقلب ته له رسېدو پرته اعلان شي دا د قانون څخه سرغړونه ده.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"که د شکایتونو کمېسیون په نهایت کې دا ومومي چې کمېسیون ورته کافي اسناد په واک کې نه‌ورکوي او بررسي لپاره زمینه ورته محدوده ده، د شکایتونو کمېسیون د قانون پر اساس کولای شي چې خپلې پخوانۍ پرېکړې ته وګرځي او بایو مټریک رأیو ته اعتبار ورکړي."

ښاغلی رشید وايي، د کابل د انتخاباتو د رأیو پر سر د کمېسیونونو ترمنځ د اختلافاتو دوام به کړکېچن حالت ته زمینه برابره کړي او که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چمتو نه‌دی چې اسناد او مدارک شکایتونو کمېسیون ته په واک کې ورکړي دا د شکایتونو څېړلو ته د زمینې محدودول دي چې دا چاره به پروسه له لویو ننګونو سره مخ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG