د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د کابل د انتخاباتي پایلو د اعلان په اړه د انتخاباتي مسؤلینو د څرګندونو تناقض!


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هڅه کوي چې د اوونۍ تر پایه د کابل د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي.

کابل، پکتیا، بغلان او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې په رأیو کې د ستونزو خبره کوي، خو یاد کمېسیون هیله ښيي او هڅه کوي چې دغه ستونزې ژر تر ژره هوارې شي.

د کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۶» د یوې ناستې پر مهال وویل، د کابل د رأی شمېرنې بهیر پای ته رسېدلی او د اوونۍ تر پایه به لومړني نتایج له خلکو سره شریک شي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

ده وویل:

"یوازې څلور ولایتونه دي چې ډېر ژر به‌یې نتایج اعلان شي، ځکه په دغو ولایتونو کې یو څه ستونزې موجودې وې چې ډېر ژر به هوارې شي او نتایج به‌یې له خلکو سره شریک شي."

خو د کمېسیون یو شمېر نور غړي وايي، د کابل په رأیو کې د شته ستونزو له امله به‌یې نتایج یو څه په ځنډ سره اعلان شي.

د کمېسیون کمېشنرې ملیحې حسن د ناستې په پای کې ازادي راډيو ته وویل، د شکایتونو د کمېسیون له څېړنو وروسته به د ولسي جرګې د نتایجو د اعلان په لومړني لېست کې بدلون راشي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ۲۹ ولایتونو ابتدایي نتایج اعلان کړي او دغه کمېسیون وايي، ډېټابېس ته د کابل په ګډون د څلورو ولایتونو د رأیو د انتقال بهیر روان دی.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دغې پروسه کې د شفافیت په اړه ډاډ څرګندوي، خو لا هم د کمېسیون پر کارونو د څارونکو او معترضو نوماندانو انتقادونه موجود دي.

د افغانستان د خپلواکو نوماندانو شبکه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په فساد او تقلب تورنوي او له دغه کمېسیونه غواړي چې له خلکو بخښنه وغواړي.

د دغو نوماندانو په استازیتوب له کابل ولایته نوماند محمد قاسم فکري د دوشنبې په ورځ یوې اعتراضیه ناستې ته په وینا کې وویل:

"زموږ غوښتنه له انتخاباتو خپلواک کمېسیونه دا ده چې باید له خلکو بخښنه وغواړي او د انتخاباتو رأیې باطلې اعلان کړي او یا هم د غیر بایو مټریک رأیو چې کوم صندوقونه د هېواد په ګوت ګوټ کې ډک شوي، باطل اعلان کړي، کنه موږ به په ټولو مدني حرکتونو مظاهرو، خیمو وهلو او لارو بندولو لاس پورې کړو."

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار بنسټ رئیس حبیب‌الرحمان ننګ وايي، دوی باوري نه‌دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وکولای شي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج په خپل وخت کې اعلان کړي.

نوموړي کمېسیون له قانونه په سرغړونه تورنوي او ټينګار کوي چې د خلکو رأیو ته باید درناوی وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG