د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ د انتخاباتو عملیاتي پلان وروستی او تصویب شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره عملیاتي پلان وروستی شوی او دغه کمېسیون تصویب کړی دی.

دغه کمېسیون وايي، د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو او سیاسي جریانونو د نظریاتو له شریکولو وروسته د جمهوري ریاست د انتخاباتو عملیاتي پلان وروستی شوی او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تصویب کړی دی.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه پلان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو اړوند ټول معلومات درج شوي دي.

ښاغلی ابراهیمي وايي، په راتلونکي کال کې به د جمهوري ریاست انتخابات په ښه مدیریت ترسره شي.

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

ده وویل:

"د رأیو ورکوونکو نوې نوم لیکنه، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه، د لومړنیو او وروستیو نتایجو اعلانول، د انتخاباتي مبارزو پیل، په مجموع کې د رأیو ورکوونکو لپاره د ورځې په ګوته کېدل، د پاڼو چاپ او لېږد، او دعامه پوهاوي او روزنې پروګرامونه په پلان کې شامل او وخت یې ښودل شوی دی."

د ښاغلي ابراهیمي په خبره، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره به د کاندیدانو نوم لیکنه د روان لمریز کال د جدي په لومړۍ نېټه پیل شي.

دی وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د دغو انتخاباتو لپاره د کمېسیون په تشکیلاتو، د رأیو ورکوونکو د نومونو په لېست او د بایومیټریک په سېستم کې چې کومې ستونزې موجودې وې، اصلاحات رامنځته کړي.

پخوا تر دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د غزني ولایت انتخابات به د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره یوځای د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱ مه ترسره کړي.

همدارنګه د دغه کمېسیون د اعلان له مخې په پام کې ده چې د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د دراتلونکي کال د سنبلې په ۳۰ مه ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړي نتایج به له انتخاباتو ۲۱ ورځې وروسته، د ثور په ۲۱ مه او وروستي نتایج به ېې دوه میاشتې وروسته یعنې د جوزا په ۲۵ اعلان شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي، د شفافو انتخاباتو لپاره باید د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې لازم اصلاحات رامنځته شي او که نه نو، د تېرو انتخاباتو ستونزې به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم تکرار شي.

محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

ده وویل:

"تر هغې چې په کميشنرانو کې بدلون رانه شي او د رأیو ورکوونکو لېست اصلاح نه شي داهغه مسایل دي چې که پام ورته ونه شي، ستونزې به موجودې وي، څه چې دوی یې مطرح کوي، ډېر واړه موارد دي، دوی غواړي چې ځانونو ته مشروعیت ورکړي، حال دا چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لوري ته تلل، فکر کوم په دغو کسانو ناممکن دی."

ښاغلی ایوب زاده وايي، کوم ټیټ ظرفیت او تخنیکي ستونزې چې په دغه کمېسیون کې شته، ډاډمن نه دی چې راتلونکي انتخابات به شفاف او پرته له ستونزو وي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغو اندېښنو ته په کتو وايي، د جمهوري ریاست شفافو انتخاباتو ته یې بشپړ تیاری نیولی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG