د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۴

کابل چاپ ورځپاڼو د سولې د موضوع په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې د موضوع په اړه بېلابېل مطالب لیکلي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د سولې د عالي شورا د مرستیال اسدالله زائري په حواله لیکلي چې د ښاغلي داوودزي په هڅو سره به د افغانستان د سولې لارښود اوسني وضعیت ته په کتو جوړه شي.

نوموړي تینګار کړی چې باید د سولې په لارښود له سره کتنه وشي.

په ورځپاڼه کې وړاندې راغلي چې ولسمشرۍ ماڼۍ تېره شپه اعلان وکړ چې عمر داوودزی د سولې د سیمه‌ییزې اجماع لپاره د ولسمشر د ځانګړي استازي او دغه شان د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په داسې حال کې چې طالبانو سره په هېواد کې د سولې په خاطر د خبرو اترو موضوع ګرمه ده او په یاده برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یو شمېر هېوادونو له چارواکو او طالب استازو سره کتلي دي، د حکومت او سیاسي ګوندونو تر منځ طالبانو سره د خبرو لپاره د نظر یووالی نه‌دی موجود او دا هم نه‌ده معلومه چې طالبانو سره باید څوک خبرې وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې لومړی باید طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره اختلافات حل شي، مشوره وشي او یوه ملي اجماع رامنځته شي .

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله لیکلي چې د سولې د خبرو لپاره دې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.

ورځپاڼه لیکي:

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې د سولې په پروسه کې باید سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه هم دخیل کړل شي.

په مطلب کې د سرچینې په حواله راغلي چې د افغان سولې پروسه له حساس پړوا څخه د تېرېدو په حال کې ده او د یادې پروسې د کامیابېدو لپاره باید په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه اجماع جوړه شي.

  • ویسا

ویسا دا هم لیکلي چې د ولسي جرګې ځیني نور غړي بیا په‌دې باور دي چې وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره حکومت او احزاب باید ګډ پلاوی وټاکي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د سولې د مرکچي پلاوي غونډه جوړه شوه.

په مطلب کې راغلي چې په غونډې کې ولسمشر غني د سولې د مذاکراتو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ټینګار وشو چې مذاکره کوونکی پلاوی د حکومت او خلکو ملاتړ له ځانه سره لري.

XS
SM
MD
LG