د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستي سفر مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د سولې د خبرو بازار بیا تود دی تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د افغان کشالې د حل لپاره د سولې خبرو یو وار بیا سرعت پیدا کړی دی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې پاکستان ته د زلمي خلیلزاد او طالب استازو سفر هم د سولې د هڅو یوه برخه ده او دواړه لوري به په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه سلا مشورې وکړي.
سرمقاله لیکونکی لیکي:
اوس چې په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه د افغان کشالې د حل لپاره هڅې پیل شوي، نو باید په کور دننه هم یوه سیاسي اجماع جوړه شي او د سولې له خبرو خپل کلک ملاتړ اعلان کړي.
سرمقاله لیکونکی همدا شان لیکي؛ د دې تر څنګ باید افغان حکومت، سیاسي او قومي مشران، مدني فعالان، سیاسي احزاب، د ښځو فعالان او رسنۍ د داسې سولې چې د افغانانو ملي حاکمیت استقلالیت او عزت پهکې خوندي وي کلک ملاتړ وکړي، ګټور رول پهکې ولوبوي او دواړه خواوې د سولې خبرو ته وهڅوي.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په خپره شوې سرمقاله کې لیکلي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره امریکا پاکستان ته اړتیا لري او له دغه هېواده غواړي چې د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، له پاکستانه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر غوښتنه، عمران خان ته د ډونالد ټرمپ لیک استول او اسلاماباد ته د خلیلزاد سفر هغه څه دي چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې مرستې ته هڅوي.
د سرمقالې لیکوال چې که څه هم په اسلاماباد کې د زلمي خلیلزاد او پاکستاني چارواکو ترمنځ د شویو خبرو اترو جزئیات نهدي په ډاګه شوي، خو تر ډېره فکر کېږي چې له پاکستانه به غوښتل شوي وي چې پر وسلهوالو طالبانو فشار راوړي، څو د سولې خبرو ته تیار شي.
د سرمقالې لیکوال لیکي:
- دا چې پاکستان به پهدې برخه کې د امریکا غوښتنې ومني کهنه؟
- پر وسلهوالو طالبانو به فشار راوړي او کهنه؟
- او د دغه فشار پایلې به څه وي؟ هغه پوښتنې دي چې څو میاشتې وروسته ورته ځواب پیدا کېدای شي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له قوله لیکلي دي چې باید روسیه او ایران هم د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې د ناټو عمومي منشي د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د مشورو او له افغان امنیتي بنسټونو سره د پوځي مرستو په کولو سره د سولې له هڅو سره ملاتړ کوي.
ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له قوله لیکلي دي چې وسلهوال طالبان د جګړې له لارې نهشي بریالي کېدای، نو ښهيې دا ده چې د سولې لاره خپله کړي او د خبرو اترو مېز ته کېني.