د پاکستان حکومت ویلي چې د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي او څو نور غړي به په ترورېزم او د فتنې په خپرولو تورن شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي چې د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي او د دې ډلې یو شمېر نور غړي د خلکو مال او ځان ته د تاوان رسولو او د حکومت پر ضد څرګندونو له امله د ترورېزم او بغاوت له تور سره مخامخ دي.
فواد چودري پرون، شنبه د ډسمبر لومړۍ، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د رضوي او د هغه د همکارانو پرضد دا پرېکړه یې د اپوزیسیون له غړو سره تر مشورې وروسته کړې ده.
ښاغلي چودري زیاته کړه:
"موږ دا فیصله کړې چې د تحریک لبیک د مشرانو پر ضد قانوني اقدام وشي. پیر افضل قادري، خادم حسېن رضوي، پیر عنایت الحق شاه او حافظ فاروق الحسن تر څارنې لاندې دي. "
د پاکستان په سنا کې د اپوزسیون مشر، راجه ظفرالحق پرون ازادي راډیو ته وویل چې د رضوي په برخه کې حکومت تر زیات فشار لاندې و.
راجه ظفرالحق زیاته کړه:
"زه فکر کوم چې پر حکومت ډېر فشار و ، عدلي چارواکو ویل چې که نور وګړي داسې بیانونه خپاره کړي، حکومت یې پر ضد اقدام کوي، نو د رضوي خلاف ولې نه؟ له دې امله دا ګام واخېستل شو."
د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي او د هغه پلویانو چې شمېر یې تر ۳۰۰۰ زیات بلل کېږي، د یوې مسیحی ښځې، اسیه بي بي په برخه کې د پاکستان د سترې محکمې د حکم پرخلاف په مظاهرو کې لاس درلود.
اسیه بي بي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوې وه.
هغه سیمهییزې محکمې په اعدام محکومه کړې وه.
خو د پاکستان سترې محکمې د اکټوبر په ۳۱مه، پر اسیه بي بي لګېدلی تور بې ځایه وباله او د هغې د ازادۍ حکم یې وکړ.
رضوي او پلویانو یې د پاکستان د سترې محکمې د حکم پر ضد له تشدده ډکې مظاهرې وکړې.
پر هغوي تور لګېدلی چې د مظاهرو په وخت کې د پاکستان د قضايي نظام او پوځ پر ضد له فتنې ډکې خبرې کړې او خلکیې تشدد ته تشویق کړي دي.
که دا تورونه ثابت شي، خادم حسین رضوي په عمر قید محکومېدلای شي.
خادم حسین رضوي په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تحریک لبیک پاکستان ډله جوړه کړه چې د بریلوي مذهب پلوي کوي.
دا ډله په پاکستان کې د یوه سیاسي ګوند تر نوم لاندې ثبت شوې ده.
تحریک لبیک پاکستان د روان میلادي کال د جولای په ۲۵مه د پاکستان په انتخاباتو کې د سند د ایالتي پارلمان دوه څوکۍ وګټلې.