نړۍ
د پاکستان پولیسو سلګونو کسانو ته جنايي دوسيې پرانيستې

د پاکستان پولیسو د سلګونو کسانو پر ضد په قصدي ډول د اور په لګولو او تاوتریخوالي په پارولو تورن دي، جنايي دوسيې پرانيستي دي.
په پاکستان کې وروسته تر هغې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې چې د دې هېواد سترې محکمې د یوې عیسوۍ مېرمنې چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور محکومه شوې وه،د اعدام سزا لغوه کړه.
د تحریک لبیک پاکستان سخت دریځې ډلې زرګونو پلویانو د اسیه بي بي د سزا د لغوه کولو په اړه د سترې محکمې له اعلان وروسته په پایتخت اسلام اباد او نورو لویو ښارونو کې، سړکونه وتړل او ګڼ شمېر موټرونو ته يې اور واچاوه.
د پنجاب پولیسو د زرو کسانو او د اسلام اباد پولیسو د ۲۵۰ کسانو پر ضد په مظاهرو کې د تاوتریخوالي د پورته کولو دوسيې پرانيستې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د لامبو نړیوالې لوبې نن سنګاپور کې ترسره کیږي

د لامبو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په ازادو اوبو کې د لامبو د نړیوالې اتلولۍ لوبې چې دوه ځله د اوبو د ککړتیا له کبله ځنډول شوې وې، نن چهارشنبه سنګاپور کې ترسره کیږي.
د فرانس پریس د راپور له مخې، په سیمه کې د "سنتوزا" ټاپو له اوبو څخه اخیستل شوې نمونې ښيي چې د اوبو کیفیت ښه شوی دی.
د لس کیلو مترۍ لمبا دغه سیالۍ چې ښځینه او نرینه لوبغاړي په کې ګډون کوي، په ځایي وخت له سهاره ماسپښین ته ځنډول شوې دي.
د اوبو کیفیت تېر کال د پاریس په المپیکي لوبو کې هم یوه ستونزمنه مسله شوې وه.
پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د سلګونه نیول شویو ځوانانو قضیې بیا څیړل کیږي

د اسلام اباد سترې محکمې، د سلګونه کورنیو له غوښتنې وروسته، د هغو کسانو د قضیو په اړه د دولتي څیړنې امر وکړ چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي.
د محکمې قاضي اعجاز خان ویلي، دوی تر یوې میاشتې یو کمیسیون جوړوي او هغوی به د څلورو میاشتو په موده کې خپلې څیړنې بشپړې کړي.
د نیول شویو کسانو چې تر ډیره ځوانان دي، مدافع وکیلانو د محکمې دا حکم ستایلی او ویلې یې دي، کورنۍ اوس احساس کوي چې غږ یې اوریدل کیږي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې د هغو ځوانانو نیول زیات شوي چې په انلاین فعالیتونو په ځانګړې توګه وټس اپ کې مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي دي.
فرانسپریس لیکلي، د تیر کال اکتوبر میاشتې د یوه راپور له مخې، ۷۶۷ تنه پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور بندیان دي او محکمې ته انتظار دي.
مقدساتو ته سپکاوی د پاکستان د قانون له مخې داسې جرم دی چې مجرم یې د اعدام له سزا سره مخامخ کیږي.
پنټاګون لاس انجلس ته د ملي ګارد د ۲ زره استول شویو سرتیرو ماموریت پای ته ورسوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې لاس انجلس ته د ملي ګارد د دوه زره استول شویو سرتیرو ماموریت پای ته رسوي.
د ملي ګارد نژدې څلور زره سرتیري او ۷ سوه سمندري ځواکونه د جون په لومړیو کې وروسته تر هغه لاس انجلس ته واستول شول چې هلته د کډوالو د ځپنې پر ضد پاریدلې مظاهرې مهار کړي.
اسوشیتدپریس لیکلي، معلومه نه ده چې ولې د دغه شمیر سرتیرو دوه میاشتنی ماموریت پای ته ورسېد او په خبره یې دا معلومات هم نشته چې د ملي ګارد استول شوي پاته سرتیري به څه وخت له لاس انجلس نه وځي.
د پنټاګون ویاند شان پارنل ویلي، د دوی د ځواکونو له استولو سره لاس انجلس کې " ناقانونه کړنې" د کمېدو په حال کې دي.
وروسته له دې چې پولیسو د لاس انجلس په اکثره لاتین میشته سیمه کې پر کډوالو چاپې ووهلې، زرګونه مظاهره کوونکي سړکونو ته راووتل، یوه لویه لاره یې بنده او پولیسو سره په اخ او ډب واوښتل.
امریکایي چارواکي وایي، لاس انجلس کې یې د عملیاتو هدف د " ناقانونه کډوالو" نیول و، خو مظاهره چیان بیا حکومت د کډوالو په ځپلو تورنوي.
ټرمپ: د اوکراین ولسمشر باید پر مسکو برید ونه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي باید پر مسکو برید ونه کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې پرون خبریالانو ته وروسته تر هغه وکړې چې فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې امریکایي ولسمشر خپل اوکراینی سیال روسیه کې ژورو بریدونو ته هڅولی دی.
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، ټرمپ له زلنسکي پوښتنه کړې چې ایا د امریکا له خوا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په ورکولو سره هغه کولی شي پر مسکو برید وکړي او که نه؟
کله چې خبریالانو په دې اړه له ډونالډ ټرمپه وپوښتل، هغه په ځواب کې همدا وویل چې"نه، زلنسکي باید پر مسکو برید ونه کړي" او په خبره یې د روسیې ولسمشر باید تر ۵۰ ورځو د اوربند یوې هوکړې ته غاړه کیږدي، که نه له بندیزونو سره به مخامخ شي.
امریکا په دې وروستیو کې له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو ژمنه وکړه او پرون څرګنده شوه چې یو شمېر پاټرایت توغندي له جرمني اوکراین ته د لېږدېدو په حال کې دي.
ټرمپ وايي، اوکراین ته پیټریات دفاعي سیستم ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره پر اوربند موافقه ونه کړي، پر هغو هیوادونو به سختې تعرفې ولګوي چې له روسیې سره راکړه ورکړه کوي.
ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د سولې د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او واشنګټن ته یې "بېمانا دلایل" وړاندې کړي دي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له ناټو سره یې داسې توافق کړی چې د اوکراین لپاره به وسلې استول کېږي او د دغو وسلو لګښت به ناټو ورکوي.
هغه وویل:
«موږ نن داسې یو توافق وکړ چې وسلې به اوکراین ته لیږل کېږي او لګښت به یې ناټو پرې کوي.»
ټرمپ دا هم وویل، که چېرې ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره اقدام و نه کړي، امریکا چمتو ده چې پر روسیې او هغو هیوادونو چې له مسکو سره راکړه ورکړه کوي، ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي. دا تعرفې ښايي په راتلونکو ۵۰ ورځو کې عملي شي.
ټرمپ زیاته کړه:
«موږ له روسیې خوشاله نه یوو، او ډېرې سختې تعرفې به پرې ولګوو … شاوخوا ۱۰۰ سلنه تعرفې.
موږ په دې جګړه کې ۲۵۰ میلیارد ډالر مصرف کړي دي … او موږ غواړو دا جګړه ختمه شي. زه له پوتین څخه مایوسه یم، ځکه ما فکر کاوه چې دوې میاشتې مخکې به موږ یو تړون ولرو.»
نتانیاهو؛ ایران دې په سیمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د امریکا او ایران له هغې احتمالي هوکړې ملاتړ کوي چې په کې د یورانیم پخول او د ۴۸۰ کیلومټره لیرې واټن ویشتونکو توغندیو تولید شامل نه وي.
د هغه په ټکو، "که چیرته داسې یو هوکړه کیږي چې د اسراییلو شرطونه په کې منل شوي وي، ترې ملاتړ کوي".
هغه وړاندې له ایرانه وغوښتل چې په سیمه کې دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تمه ده د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو شپږ پړاو په عمان کې پیل شي.
تراوسه د دې خبرو اترو دقیقه نیټه معلومه نه ده.
خو ایران د دې خبرو له پیل وړاندې ویلي، د یورانیم پخول نه دروي.
په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي

په سوریه کې په یوې فرقه ییز نښته کې ۳۰کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان دي.
رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، نښته په سویدا ولایت کې وروسته له هغې پیل شوه چې د تیرې جمعې په ورځ د دمشق او سویدا ترمنځ په غځیدلې لویه لار یو شمیر سوداګر وتښول شول.
دا لومړی ځل دی چې د سوریې په سویدا ولایت کې دغه ډول فرقه ییز نښته کیږي.
له دې وړاندې په تیره اپریل میاشت کې د دمشق په جنوب خیتځ کې د سني جنګیالیو او وسله والو ترمنځ نښته کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې وه.
چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو

چلسي د پاریسن ژرمن لوبډلې په ماتولو سره د کلبونو د نړیوال جام اتل شو.
دغه لوبه چې پرون شپه د امریکا د نیوجرسي په مت لایف لوبغالي کې ترسره شوه، چلسي لوبډله وتوانیده درې د صفر پر وړاندې پاریسن ژرمن ته ماتي ورکړي او د ۲۰۲۵کال د کلبونو د نړیوال جام اتله لوبډله شي.
د لوبې په پای او اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ د جام د ورکړي پرمهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فیفا مشر اینفانتینور هم حاضر وو او غوره لوبغاړو ته يې د اتلولۍ جامونه ورکړل.
د ۲۰۲۵کال د کلبونو نړیوال جام ۲۱پړاو د فیفا له خوا د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د امریکا په کوربتوب ترسره شو.
ټرمپ؛ اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اوکرایین ته د پاټرویټ هوايي دفاعي سیسټم ورکوي، څو د روسیې د بریدونو پر وړاندې له خپلې فضا دفاع وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې پرون ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته کړي دي.
هغه وړاندې وویل، "امریکا د ناټو له لارې اوکرایین ته دا دفاعي وسلې ورکوي او اوکرایین به يې د ناټو له لارې بیرته امریکا ته پیسې ورکوي".
ټرمپ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سختې نیوکې وکړي او زیاته کړه چې "پوتین ښې خبرې کوي خو ماښام کې بیا پر خلکو بمبار کوي".
بل پلو، د ناټو سرمنشي مارک روته واشنګټن ته تللی څو د اوکرایین د جګړې په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.
تمه ده روته نن او سبا د امریکا د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ګانګرس له یو شمیر غړو سره هم وګوري.
د ناټو عمومي منشي د ناټو پر غړو د امریکايي وسلو د خرڅلاو او اوکراین ته د هغو د سپارلو په اړه له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کوي

ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي مارک روتې به په روانه اونۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره په واشنګټن کې وګوري او د نوموړې د هغه اعلان په اړه خبرې وکړي چې وايي امریکا غواړي خپلې وسلې پر ناټو وپلوري څو ناټو یې بیا اوکراین ته ورکړي.
روتې به نن او سبا سه شنبې په واشنګټن کې وي او په پام کې لري چې له ټرمپ، د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیت هیګسیت او همداراز د امریکا د کانګرس له غړو سره وویني.
ټرمپ تېره شپه په واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته وویل چې دی به د ناټو له عمومي منشي سره وګوري او زیاته یې کړه چې امریکا به ناټو ته د پرمختللو وسلو بېلابېل ډولونه ورکړي او ناټو به یې سل په سلو کې بیه پرې کوي.
د ټرمپ یوه متحد جمهوریپال سناتور لیندسي ګراهام پرون وویل چې د اوکراین جګړه یوه نوي پړاو ته ننوځي ځکه د ده په وینا داسې ښکاري چې ټرمپ لېوالتیا ښودلې چې له اوکراین سره مرسته وکړي څو د روسیې پرضد جګړه پرمخ بوځي.