د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

ټوېټر په پاکستان کې د یوه تندلاري مذهبي مشر خادم حسین رضوي ټوېټرپاڼه ځنډولې


د پاکستان حکومت وایي، ټوېټر د دغه هېواد د یوه تندلاري مذهبي مشر خادم حسین رضوي پاڼه وروسته له هغه وځنډوله چې هغه د پاکستان د سترې محکمې، صدراعظم او پوځ پر ضد تفرقه اچوونکي پوسټونه لیکلي وو.

د پاکستان د مخابراتو چارواکو ویلي، وروسته له هغه چې تحریک لبیک پاکستان د سترې محکمې له خوا د اسیه بي بي د برائت ورکولو په غبرګون کې د درېیو ورځو لپاره لارې وتړلې او د قاضیانو د وژنې ګواښ یې وکړ، دوی له ټوېټر څخه غوښتي وو چې د تحریک لبیک د مشر خادم حسین رضوي اکونټ وځنډوي.

چارواکي وایې، خادم حسین رضوي د پاکستان د سترې محکمې، صدراعظم او پوځ پر ضد پر خپله ټوېټرپاڼه تفرقه اچوونکي لیکنې خپرولې.

د پاکستان د مخابراتو وزیر وایي، دوی شکایت کړی چې رضوي د کرکې او تاوتریخوالي په څرګندونو سره د سترې محکمې د قاضیانو خدمتکاران او اشپزان هڅولي چې هغوی ووژني.

ټوېټر تر اوسه د دې ډول پوسټونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نومبر پر څلورمه راپور ورکړی چې د هغو سلګونو لاریون کوونکو او د هغو تنظیموونکو پر ضد جنایې دوسیې ثبت شوي چې تېره اوونۍ یې د سترې محکمې د حکم په اعتراض کې مظاهرې وکړې.

د پولیسو یوه لوړپوړي افسر نائب حیدر ویلي، د دغو مظاهرو په ترڅ کې تر ۱۵۰ ډېر کسان د اورلګېدنو، تخریبکاریو او تاوتریخوالي په تور نیول شوي دي.

دی وایي، پولیس د دغو کسانو د پېژندلو لپاره له ویډیویي کلپونو څخه کار اخيستی دی چې ښیي ودانیو او موټرو ته اور اچوي او لویې لارې یې بندې کړې وې.

یوه حکومتي چارواکي اټکل کړی چې په دغو مظاهرو کې شااوخوا ۱،۲ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

اسیه بي بي ۵۴ کلنه عیسوۍ مېرمن ده چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور په پاکستان کې د اته کاله بند موده تېروي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د پاکستان سترې محکمې تېره اوونۍ وویل، داسې کافي شواهد نشته چې وښیي، اسیه بي بي دې مقدساتو ته سپکاوی کړی وي، نو محکمې د هغې د خوشې کېدو حکم ورکړ.

له دې حکم سره د تحریک لبیک پاکستان لاریونونه پیل شول او تر درېیو ورځو وروسته داسې مهال لاریونونه پای ته ورسېدل چې د پاکستان حکومت د اسیه بي بي د ممنوع الخروج هوکړه وکړه.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري د شنبې په ورځ وویل چې اسیه بي بي به تر هغو له دې هېواده له وتلو منعه شي چې ستره محکمه پر خپل حکم وروستی غور کوي.

اسیه بي بي
اسیه بي بي

د اسیه بي بي مېړه عاشق مسیح د نومبر پر ۴ په لوېدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده او وایي، کورنۍ یې په پاکستان کې له لوی خطر سره مخامخ ده.

مسیح په یوه ویډیویي پیغام کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ، د کاناډا له مشرانو او د بریتانیا له صدراعظمې غوښتي چې له پاکستانه په وتلو کې مرسته ورسره وکړي.

خادم حسین رضوي ویلي، که چېرې پاکستان اسیه بي بي ته د وتلو اجازه ورکړي، نو جګړه به پیل شي.

د پاکستان په قوانینو کې مقدساتو ته د سپکاوي سزا اعدام ده.

ویل کېږي چې دا مهال په پاکستان کې ۴۰ تنه مقدساتو ته د سپکاوي په تور د اعدام او یا د عمري بند په لېست کې دي.

هغه کسان لکه اسیه بي بي چې مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي، خو وروسته خوشې شوي، د ځان د خوندیتوب لپاره له دغه هېواده تللي دي.

مسیحیان د پاکستان د نفوس دوه فیصده جوړوي او ډېری وخت تبعیضي چلند ورسره کېږي.

XS
SM
MD
LG