د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له لیرو سیمو څخه د جګړې له کبله رابېځايه شوي کورنۍ وايي، روانو جګړو ترې هر څه اخیستي او د ژمي لپاره سرپناه نهلري او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.
دوی غوښتنه کوي چې دولت د ژمي لپاره د سرپناه ځایونه ورته پیدا کړي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته دې ورسره وکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداري مسؤلین وايي، دغلته ۱۰ زره کورنۍ عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت پهدې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: