د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې امریکا د سعودي عربستان د یوه ژورنالېست جمال خاشقجي د لادرکۍ او د هغه د برخلیک په اړه پرمختګونه څاري.
ټرمپ پهدې اړه چې امریکا به له سعودي عربستان سره د وسلو معاملې محدودې کړي که نه؟ له احتیاطه ډکې خبرې کړي او د امریکا اقتصادي وضعیتیې رامخکې کړی دی.
سعودي عرب او امریکا له څو لسیزو راهیسې ښه روابط لري، خو له کله راهیسې چې ډونالد ټرمپ قدرت ته رسېدلی، د واشنګټن او ریاض روابط لا پراخ شوي دي.
خو د سعودي خبریال جمال خاشقجي لادرکۍ پهدې اړه پوښتنې پیدا کړې دي.
جمال خاشقجي ۵۹ کلن او د سعودي د حکومت د سیاستونو له عمده منتقدانو و.
هغه جلا وطنه او په امریکا کې مېشت و.
کله چې پرون چهارشنبه د اکټوبر ۱۰مه، د فاکس نیوز په خپرونه کې له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې که خاشقجي ترور شوی وي، له سعودي سره به د امریکا د وسلو معاملې محدوده کړي؟
ټرمپ وویل:
"داسې حرکت موږ ته تاوان رسولای شي."
ټرمپ وړاندې وویل:
"زه فکر کوم چې دا موږ خوږولای شي، موږ په هغه هېواد کې کارونه لرو، ډېرې زیاتې معاملې لرو، زموږ هېواد ښايي داسې حالت ته رسېدلی چې تر بل هر وخت په سوکالۍ کې دی."
ډونالد ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه په خپل نړیوال سفر کې سعودي عربستان ته ولاړ او له ریاض سرهیې د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو معامله اعلان کړه.
ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د خاشقجي لادرکي بد او د خواشینۍ وړ خبر دی.
ټرمپ زیاته کړه:
"زه غواړم چې پهدې وپوهېږم چې له هغه سره څه شوي دي. غواړم د مسئلې تل ته ورسېږو ، دا ډېر بد خبر دی، د ډېرې خوابدۍ وړ خبر دی. خلکو هغه لیدلی چې «د قونسلګرۍ ودانۍ ته» ورغلی، خو چا نهدی لیدل چې له هغه ځایه راوتلی وي."
د سعودي د حکومت پر سیاستونو کلک منتقد ژورنالېست جمال خاشقجي غوښتل چې واده وکړي او د اکټوبر په ۲مه، له خپلې کوژدنې سره یوځای، په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته په ضروري اسنادو پسې تللی و.
د خاشقچي کوژدنې چې د قونسلګرۍ د ودانۍ مخکې ورته منتظره وه، خبري رسنیو ته ویلي چې هغه قونسلګرۍ ته ننووت او له هغې ګړۍ ورک دی.
په ترکیه کې یو شمېر سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې جمال خاشقجي به ښايي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی وي.
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي چې د مسئلې په اړه جدي پلټنې روانې دي.
سعودي چارواکو د جمال خاشقجي په اختطاف یا قتل کې لاس درلودل بېاساسه ادعاوې بللې دي.