د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي سعودي عربستان مسؤلیت لري چې خپله هغه ادعا ثابته کړي چې وايي تری تم شوی سعودي خبریال په استانبول کې د دې هېواد له قونسلګرۍ څخه وتلی دی.
جمال خاشُقجي چې له واشنګټن پُست ورځپاڼې سرهیې همکاري کوله، د اکټوبر په دوهمه نېټه دې قونسلګرۍ ته ورغلی و چې له خپلې ترکۍ ملګرې سره د واده کولو لپاره ځیني سندونه ترلاسه کړي.
د ترکیې د چارواکو په باور خاشُقجي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی دی، خو دغه ادعا سعودي عربستان رد کړې او ویلي یې دي چې دغه خبریال د قونسلګرۍ له ودانۍ وتلی دی.
خاشُقجي چې پخوا په سعودي عربستان کې د یوې ورځپاڼې اېډېټر و، تېر کالیې خپل هېواد پرېښی او په متحده ایلاتو کې اوسېده.
هغه ویلي چې له خپل هېواده په دې خاطر وتلی چې ښایي د هغو انتقادونو په خاطر چې ده د یمن د جګړې په اړه د سعودي پر پالېسیو او د مخالفینو د ځپلو په اړه کړي و، سزا ورکړل شي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې له هنګري څخه د کتنې پر مهالیې د دغې قضیې په اړه د دوشنبې په ورځ څرګندونې کولې وویل چې سعودیان په دې خبرې سره چې هغه له قونسلګرۍ وتلی، ځان نهشي ژغورلی.
د ترکیي د بهرنیو چارو وزارت: ترکیه د دغې قضیې په اړه پلټنو کې د بشپړې هماهنګۍ په تمه ده.
اردوغان د هنګري له صدراعظم وېکتور اوربان سره په بوداپست کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دوی هلته ډېرې کمرې لري که هغه له ودانۍ وتلی وي ولې دا نهشي ثابتولای.
موږ به له دې مسئلې لاس وانهخلو.
د ترکیې ولسمشر دغهراز وویل چې د ترکیې پولیس، د استخباراتو او د قضایي ادارو چارواکي په دې اړه څېړنه کوي.
اردوغان زیاته کړه چې د ده سیاسي او انساني مسؤلیت دی چې دغه قضیه حل کړي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې ترکیې دغهراز په استانبول کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ د پلټلو غوښتنه هم کړې ده.
چارواکي په دې باور دي چې سعودي خبریال خاشُقجي د قونسلګرۍ دننه وژل شوی.
یوه چارواکي ویلي چې په انقره کې د سعودي عربستان سفیر د یکشنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او ورته وویل شول چې ترکیه د دغې قضیې په اړه پلټنو کې د بشپړې هماهنګۍ په تمه ده.
د ترکیې دوو سرچینو روېټرز ته ویلي چې چارواکي په دې باور دي چې خاشُقجي د قونسلګرۍ دننه وژل شوی.
دغه مسئله د اردوغان یوه سلاکار یاسین اقتای چې دغه خبریالیې ملګری دی، هم تأیید کړې ده.