د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف به ۱۰ ورځې په توقیف کې وي


په پاکستان کې د حکومت سیاسي مخالف، شهباز شریف د ۱۰ ورځو لپاره د احتساب ملي ادارې ته وسپارل شو.

په لاهور کې د احتساب محکمې پرون شنبه د اکټوبر ۶مه پرېکړه وکړه چې شهباز شریف د تحقیق لپاره په توقیف کې وساتل شي.

د شهباز شریف ګرفتاري سیاسي انتقام دی.

پر هغه تور لګېدلی چې د پنجاب د والي په توګه‎یې له خپله صلاحیته سوء استفاده کړې او پر چارواکو یې فشار اچولی چې د اشیانه اقبال په نوم یوه دولتي مېلمستون ته چې د غریبانو لپاره جوړ شوی و، ځانګړي قراردادونه هغې کمپنۍ ته ورکړي چې ده سیاسي تعلقات ورسره درلودل.​فواد چودري

​د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد چودري د اکټوبر په ۵مه، پر شهباز شریف د لګېدلو تورونو په اړه وویل:

"زموږ حکومت په‎دې پېښه کې بالکل بې‌طرف دی، خو د پاکستان د خلکو د استازو په توګه، دا خبره کول غواړم چې هغه کسان باید مسؤل وګڼل شي چې پاکستان‌يې لوټ کړی دی."

شهباز شریف له ۲۰۱۳ د ۲۰۱۸ میلادي کال د اګسټ تر میاشتې د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیر «والي» و او بیا د پاکستان په قومي اسامبلۍ کې د حکومت د سیاسي مخالف لوري «اپوزېسیون» مشر وټاکل شو.

هغه د پاکستان د پخواني صدراعظم، نواز شریف کشر ورور او د پاکستان مسلم‎لیګ نواز ګوند مشر دی.

د پاکستان مسلم‎لیګ نواز ګوند د هغه توقیف غندلی دی.

د ګوند ویاندې، مریم اورنګزېب د اکټوبر په ۵مه خبریالانو ته وویل چې د شهباز شریف ګرفتاري سیاسي انتقام دی.

مریم اورنګزېب
مریم اورنګزېب

د شهباز شریف زوی حمزه شهباز پرون شنبه د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ او ویې ویل:

"موږ په مات زړه، خو د دې سیاسي سیستم او وطن په خاطر نن دلته په پارلمان کې ناست یو، خو که تاسو دې کارونو ته دوام ورکړئ، موږ به ان‌شاءالله، په پارلمان او پر سړکونو جنګ ته راووځو."

د اکټوبر په ۱۴مه په پاکستان کې د مرکزي پارلمان د ۱۱ او ایالتي اسامبلو د ۱۹ څوکیو لپاره ضمني انتخابات کېږي.

شهباز شریف په توقیف کې د پاتې کېدو له امله د انتخاباتو په درشل کې د خپل ګوند لپاره سیاسي کمپاین نه‌شي کولای.

د پاکستان مسلم‎لیګ نواز ګوند ویلي چې شهباز شریف د دې لپاره نیول شوی چې د دوی د ګوند موقف تر ضمني انتخاباتو مخکې کمزوری شي.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هغو کمپنیو د فعالیت په اړه پلټنې پیل کړې وې چې شبهاز شریف د پنجاب ایالت د والي په توګه د کار پر وخت جوړې کړې وې.

XS
SM
MD
LG