د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۲

په پاکستان کې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر محاکمه کېږي


د پاکستان د احتساب ادارې ویلي چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر ، شهباز شریف يې په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور نیولی دی.

شهباز شریف د پاکستان د پخواني صدراعظم، نواز شریف ورور دی.

د رپوټونو پر اساس، شهباز شریف به نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه، د احتساب محکمې ته ودرول شي.

د پاکستان د احتساب ادارې، پرون په یوه بیان کې د شهباز شریف د نیول کېدو خبر ورکړ . په بیان کې ویل شوي چې هغه تر څو ساعته سوال اوجواب وروسته نیول شوی دی.

شهباز شریف له ۲۰۱۳ د ۲۰۱۸ میلادي کال د اګست تر میاشتې د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر[والي] و .

شهباز شریف له ۲۰۱۳ د ۲۰۱۸ میلادي کال د اګست تر میاشتې د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر[والي] و.
شهباز شریف له ۲۰۱۳ د ۲۰۱۸ میلادي کال د اګست تر میاشتې د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر[والي] و.

پر هغه تور لګېدلی چې د پنجاب دوالي په توګه یې له خپله صلاحیته سو استفاده کړې او پر چارواکو یې فشار اچولی چې د اشیانه اقبال په نوم یوه دولتي مېلمستون ته چې د غریبانو لپاره جوړ شوی و ، ځانګړي قراردادونه هغې کمپنۍ ته ورکړي چې ده سیاسي تعلقات ورسره درلودل.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د خپل مشر شهبازشریف توقیف غندلی دی.

مسلم لیګ نواز ګوند ویلي چې دا کار سیاسي دلایل لري.

د پاکستان کورنۍ رسنۍ وایي چې په لاهور کې د احتساب د محکمې شاوخوا ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په لاهور کې د احتساب د محکمې شاوخوا ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په لاهور کې د احتساب د محکمې شاوخوا ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

شبهاز شریف د روان کال د اګست له میاشتې راهیسې، د پاکستان په قومي اسامبلې کې د حکومت د سیاسي مخالف لوري [اپوزېسیون] مشري کوي.

د پاکستان د احتساب ادارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هغو کمپنیو د فعالیت په اړه پلټنې پېل کړې وې چې شبهاز شریف د پنجاب صوبې د والي په توګه د کار پر وخت ، جوړې کړې وې .

د شبهاز شریف ورور او د پاکستان پخوانی صدراعظم ، نوازشریف هم تېرکال د پاکستان سترې محکمې په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور بې صلاحیته اعلان کړ چې په پایله کې یې نواز شریف د صدارت له چوکۍ لرې کېدو ته مجبور شو.

د پاکستان د احتساب محکمې د روان میلادي کال په جولاي میاشت کې نوازشریف او د هغه لور په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور ، هر یو په ۱۰ او ۷ کاله بند محکوم کړي و.
د پاکستان د احتساب محکمې د روان میلادي کال په جولاي میاشت کې نوازشریف او د هغه لور په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور ، هر یو په ۱۰ او ۷ کاله بند محکوم کړي و.
د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د خپل مشر شهبازشریف توقیف غندلی دی

د پاکستان د احتساب محکمې د روان میلادي کال په جولاي میاشت کې نوازشریف او د هغه لور په اداري فساد کې د لاس درلودلو په تور ، هر یو په ۱۰ او ۷ کاله بند محکوم کړي و.

پرشریف او د هغه پر لور مریم نواز تور لګېدلی و چې دوې لسیزې مخکې یې په غیرقانوني ډول، په لندن کې عصري اپارتمانونه اخیستي و.

نواز شریف او د هغه لور هم هغه مهال، د احتساب د محکمې تورونه رد کړي و او سیاسي حرکت یې بللی و.

XS
SM
MD
LG