د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

عالمي بلخي: د افغان کډوالو په اړه د پاکستان تازه تصميم لوى اقدام دی


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د پاکستان هغه تصميم چې غواړي په هغه هېواد کې مېشتو سلګونه زره افغانانو ته تابعيت ورکړي، يو لوى اقدام ګڼي.

سيد حسين عالمي بلخي د پاکستان د تصميم تر اعلان وروسته تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، دا اقدام په ګڼو برخو کې د افغانانو ستونزې حلوي.

دی وايي:

"فعلاً هلته افغانان د بانکي حساب په لرلو کې ستونزه لري. په خپل نوم د سيم کارډ په پېرلو کې هم مشکل لري. له يوه ايالته بل ته په انتقال کې هم له ستونزو سره مخامخ دي. دوى بايد په هغه ايالت کې ژوند وکړي چې د استوګنې کارډ يې لري. زما د معلوماتو له مخې د افغانانو د سلګونه میليونو په ارزښت پانګونه د پاکستاني اتباعو په نوم ثبت ده. اوس دا ستونزه حلېږي. دا کار خپله پاکستاني اتباعو ته هم ډېرې اسانتياوې برابروي. دغه افغانان به د پاکستاني اتباعو له امتيازونو برخه‌من شي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي

ښاغلي بلخي زياته کړه، دقيقاً نه‌پوهېږي چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د تابعيت ورکولو پروسه کله پيلېږي.

پاکستان ته د افغانانو د کډه کېدو عمده علتونه جګړه، بې‌وزلي، بې‌کاري او نورې ټولنيزې ستونزې ګڼل کېږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستى تصميم له نړيوالو قوانينو سره مطابقت لري.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

عمران خان د يکشنبې په ورځ ناببره اعلان وکړ، په سلګونه زره افغانانو ته به چې په پاکستان کې په کډوالو کورنيو کې زېږېدلي، تابعيت ورکول کېږي.

هغه په کراچۍ کې د هغو کسانو له اخراج سره مخالفت وښود چې په پاکستان کې لږ تر لږه ٤٠ کاله اوسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو تازه سروې ګانې ښيي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په سلو کې ٦٠ هغه کسان دي چې يا په هغه هېواد کې زېږېدلي، يا هم په وړوکوالي کې ورکډه شوي دي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په سلو کې ٦٠ هغه کسان دي چې په هغه هېواد کې زېږېدلي
په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په سلو کې ٦٠ هغه کسان دي چې په هغه هېواد کې زېږېدلي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير په خبره، شااوخوا دوه میليونه او شپږ لکه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

سيد حسين عالمي بلخي وايي، د دغو افغانانو له ډلې يو نيم میليون‌يې په پاکستان کې د استوګنې کارتونه لري چې ښايي تابعيت ورکړل شي.

ښاغلى بلخي تمه لري، شااوخوا يو نيم میليون هغو افغان کډوالو ته دې هم پام واړول شي چې په پاکستان کې د استوګنې اسناد نه‌لري.

بلخي زیاتوي:

"فکر کوم پاکستان لوى ګام پورته کړى دى. طبعاً له دې سره ټولې ستونزې نه‌حلېږي، په پاکستان کې شااوخوا دوه اعشاريه پنځه يا شپږ میليونه افغانان اوسېږي. که دوى يو نيم میليون افغانان په‌دې پروسه کې شامل کړي، شااوخوا يو میليون نور کسان ښايي بې‌برخې پاتې شي. دوى طبعاً ځينو اقداماتو، خبرو او د نورو زمينو او اسانتياوو برابرولو ته اړتيا لري."

بلخي: شااوخوا يو نيم میليون هغو افغان کډوالو ته دې هم پام واړول شي چې په پاکستان کې د استوګنې اسناد نه‌لري.
بلخي: شااوخوا يو نيم میليون هغو افغان کډوالو ته دې هم پام واړول شي چې په پاکستان کې د استوګنې اسناد نه‌لري.

له کلونو راهيسې په پاکستان کې افغان کډوال مېشت دي.

دغه هېواد ته د افغانانو د کډه کېدو عمده علتونه جګړه، بې‌وزلي، بې‌کاري او نورې ټولنيزې ستونزې ګڼل کېږي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو شکايت کړى وو، هغه وسله‌وال طالبان او نور افراطي جنګيالي چې په افغانستان کې حملې کوي، په پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه د پټن‌ځای په توګه کاروي.

د کابل او واشنګټن انتقاد دا دى چې اسلام‌اباد د دغو افراطي وسله‌والو په وړاندې جدي اقدام نه‌دى کړى، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG