د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۶

په کوټه کې د رأی ورکولو مرکز ته څېرمه ځانمرګي برید ۲۸ کسان وژلي


د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې د ټاکنو د رأی ورکولو یوه مرکز ته څېرمه څانمرګی برید شوی چې د چارواکو په وینا لسګونه کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کوټه کې دا ځانمرګی برید په داسې وخت کې شوی چې نن په ټول پاکستان کې عمومي ټولټاکنې روانې دي او خلک په‌کې د خپلې خوښې کاندید ته رأیه ورکوي.

د کوټې امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د چهارشنبې په ورځ سهار د کوټې مشرقي بايي پاس سیمې ته نږدې د رأی ورکولو یوه مرکز ته څېرمه ځانمرګی برید شوی چې لږ تر لږه ۲۸ کسان‌یې وژلي او تر ۳۰ زیات‌یې ټپیان کړي دي.

د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې پولیس هم شامل دی چې د رأی ورکولو مرکز د امنیت لپاره په سیمه کې ځای پر ځای شوي و.

پاکستان
پاکستان

د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه تأیيد کړې چې دا ځانمرګی برید و او په خبره‌یې:

"بریدګر غوښتل چې د رأی ورکولو مرکز ته ننوځي، خو تر ناکامې هڅې وروسته‌یې د پولیسو ګادي ته نږدې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچول."

پولیس او ژغورونکې ډلې تر برید وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه‌یې محاصره کړې، ټپیان‌یې روغتون ته وړي او د رأی ورکولو دغه مرکز چې په یوه ښوونځي کې جوړ شوی و، تړلی دی.

دا په پاکستان کې د روانو ټولټاکنو پر مهال لومړڼۍ ترهګریزه پېښه ده.

په کوټه کې د پاکستان د عمومي ټولټاکنو پر مهال د رأی ورکولو مرکز ته څېرمه دا ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی چې د حکومت د ټاکنو پر مهال په پاکستان کې د کلکو امنیتي اقداماتو خبر ورکړی او د همدې لپاره‌یې شااوخوا درې نیم لکه پوځیان هم ګومارلي دي.

پاکستان
پاکستان

تر دې مخکې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د یو شمېر ګوندونو پر سیاستوالو هم ځانمرګي بریدونه شوي و چې په پېښور کې یې د عوامي نېشنل ګوند د یوه نامتو سیاستوال هارون بلور، په بلوچستان کې یې د بلوچستان عوامي ګوند د مشر سراج رېساني او په دېره اسماعیل خان کې د تحریک انصاف ګوند د یوه کاندید اکرام‌الله ګڼډاپور په ګډون لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي و.

د یادونې وړ ده چې په کوټه کې د رأی ورکولو مرکز ته څېرمه د ځانمرګي برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG