د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۹

په پاکستان کې نن چهارشنبه پارلماني انتخابات دي


د پاکستان په عامو انتخاباتو کې د رایو ورکولو بهیر روان دی.

د رایو اچولو مرکزونه د سهار په اتو بجو پرانیستل شول او ټاکل شوې ده چې د ماذدیګر تر۶ بجو پورې دوام وکړي.

د پاکستان د نفوس نېږدې یو سل او شپږ میلیونه وګړي د رای ورکولو په شرطونو برابر دي.

د پاکستان د پوځ او پولیسو شااوخوا اته سوه زره سرتېري د ننیو انتخاباتو د امنیت لپاره ګمارل شوي دي.

د پاکستان د نن ورځې انتخابات له خونړیو امنیتي پېښو سره مل دي.

په کوټه کې د رای ورکولو یوه مرکز ته نېږدې په یوې ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه یو دېرش کسان وژل شوي دي.

پاکستان کې انتخابات
پاکستان کې انتخابات

دغه رزا د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې په یوې وسله واله نښته کې یو سیاسي فعال وژل شوی دی.

د پاکستان د مرکزي او ایالتي اسمبلیو یا پارلمانونو لپاره شاوخوا لس زره کاندیدان په خپلو کې سیالي کوي.

په ننیو انتخاباتو کې نېږدې سیالي د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند او د پخواني صدراعظم نواز شریف چې دا مهال زنداني دی، د مسلم لیګ نون ګوند تر منځ ده.

نظر پوښتنې ښيي چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند به ۳۰ په سلو کې رای وګټي او د نواز شریف د مسلم لیګ نون ګوند به ۲۷ په سلو کې رای واخلي.

تمه کېږي چې د رای ورکولو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته سمدستي د رای شمېرنه پیل شي.

د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به نن د ورځې په پای کې څرګندې شي او سبا پنجشنبه به وروستۍ نتیجه اعلانېږي.

د پاکستان د مرکزي پارلمان ۳۴۲ څوکیو ته زرګونه کسان کاندید دي.

په پارلمان کې ۶۰ څوکۍ ښځو او لس بیا غیر مسلمانو مذهبي اقلیتونو ته ځانګړي شوي دي.

پخواني معلومات

پاکستانیان د نن ماخوستن تر اتو بجو وخت لري چې د رأیو مرکزونو ته ولاړ او د خپلې خوښې کاندید ته رأيه ورکړي.

په پاکستان کې نن لږ تر لږه ۸۵ زره انتخاباتي مرکزونه پرانیستل شوي دي.

د پاکستان حکومت د انتخاباتي مرکزونو او رأی ورکوونکو د امنیت ټینګولو لپاره درې لکه او ۷۰ زره عسکر او څلور نیم لکه پولیس په دنده ګُمارلي دي.

په پاکستان کې ۱۰۶ میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

د رأی ورکوونکو ۴۵ فیصده ښځې او ۵۵ فیصده نارینه ګڼل شوي دي.

په دې ټاکنو کې د پاکستان د پارلمان ۳۴۲ څوکیو ته د دې هېواد له ټولو ایالتونو ۳۷۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

په پاکستان کې د انتخاباتو په درشل کې، پر سیاسي فعالانو، انتخاباتي کمپاینونو او کاندیدانو په خونړیو حملو کې د څو مخکښو کاندیدانو په ګډون سلګونه کسان ووژل او زخمیان شول.

په پاکستان کې په خونړیو حملو کې سلګونه کسان ووژل او زخمیان شول.
په پاکستان کې په خونړیو حملو کې سلګونه کسان ووژل او زخمیان شول.

د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ بېه ورځ په ورځ ټيټېږي.

ډېر پاکستانیان په اقتصادي مارکېټونو کې له بې‌ثباتۍ او د دوبي د ګرمۍ په اوج کې له بې‌برقۍ کړېږي.

خو له دې ټولو ستونزو سره، زیات پاکستانیان راروانو ټاکنو ته خوشبین دي.

د لاهور یو اوسېدونکی محمد عباد وايي:

"تاسو ته معلومه ده چې زموږ هېواد په بحران کې دی، خو هیله لرو چې زموږ د هېواد د پرمختګ لپاره به ښه خلک انتخاب شي او موږ به د بري پر لور ولاړ شو. خلک د انتخاباتي مرکزونو د امنیت په اړه ډاډه دي."

د لاهور ښار یو بل اوسېدونکی، محمد شیرزاد وايي:

"دا امید لرو چې هغه کسان به وټاکل شي چې پاکستان ته کار کوي څو پاکستان پرمختګ وکړي. زموږ هېواد په څو بحرانونو کې دی، انفلاسیون زیات شوی، ګراني ده، د تېلو نرخ پورته شوی، ډالر د پاکستانۍ روپۍ په وړاندې ډېر لوړ شوی، خلک باید داسې کسان وټاکي چې د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او زموږ د هېواد نوم په نړۍ کې لوړ کړي."

د افغانستان حکومت وايي، په پاکستان کې له روان سیاسي بدلونه زیاته توقع لري.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون سې شنبه له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې پاکستان پر وسله‌والو طالبانو فشار راوستلئ څو هغوی د سولې مذاکرو ته حاضر کړي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"د پاکستان وضعیت هغه وخت پر افغانستان مثبت اغېز کوي چې د پاکستان دولت، یعنې ملکي او پوځي کړۍ، پرېکړه وکړي چې هغه کسان چې په افغانستان کې ناکرارۍ جوړوي، مرسته ورسره بنده شي، هغوي ته فرصت ورنه‌کړل شي او فشار ورباندې راوستل شي چې سولې ته حاضر شي."

د افغانستان او امریکا حکومتونو په مکرر ډول په پاکستان کې پر حکومتونو تور پورې کړی چې پر طالبانو یې کافي فشار نه‌دی راوستی چې د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته کېني، خو د پاکستان حکومتونه وايي چې د افغانستان د سولې لپاره هره هڅه کوي.

عبدالله عبدالله: د پاکستان وضعیت هغه وخت پر افغانستان مثبت اغېز کوي چې د پاکستان دولت، پرېکړه وکړي چې هغه کسان چې په افغانستان کې ناکرارۍ جوړوي، مرسته ورسره بنده شي.

​په پاکستان کې په نننیو ټاکنو کې به د مسلم لیګ نواز ګوند د کاندید شبهاز شریف، د تحریک انصاف پاکستان ګوند د مشر عمران خان او د پاکستان پيپلز پارټي یا د پاکستان د خلکو ګوند د کاندید بلاول بوټو زرداري ترمنځ سیالي سخته وي.

د انتخاباتو ګټونکي د جمعې په ورځ اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG