په پاکستان کې سبا چهارشنبه د ملي او ایالتي پارلمانونو یا اسامبلیو لپاره انتخابات ترسره کېږي.
د پاکستان د ملي اسامبلې او د څلورو ایالتونو د محلي اسامبليو لپاره له ۱۲ زرو زیات کاندیدان درېدلي چې اکثره ې په لویو پیپلز، مسلم لیګ او د تحریک انصاف ګوندونو پورې تړلي دي.
د چهارشنبې د ورځې انتخابات په دې هېواد کې تاریخي انتخابات ځکه ګڼل کېږي چې پرلهپسې د درېیم ځل لپاره به په دې هېواد کې نوی ملکي حکومت ټاکي.
له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې چې دوه ملکي حکومتونه جوړ شوي، خپله کاري دورهیې بشپړه ترسره کړې او د مخکېنیو حکومتونو په برخليک چې د پوځ لهخوا نسکور شوي، نهدي اخته شوي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کاندیدانو لهخوا کمپاینونه له خشونت او رسوایۍ ډک او بربڼډ بللي چې هدفیې د هغې پر نتیجې اغېز کول دي.
ډېر تورونه د پاکستان ځواکمن پوځ او د دې هېواد د استخباراتو ادارې «ISI» ته متوجې دي چې ویل کېږي، هڅه کوي چې بیا واک ته له قدرته د لیرې شوي د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف د مسلم لیګ ګوند مخه ونیسي.
نواز شریف چې ګوند یې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې انتخابات ګټلي، وروسته له هغې له پوځ سره په لانجه کې ښکېل شو چې له یو شمېر سخت دریځو ډلو سرهیې د هغه اړیکې تر پوښتنې لاندې راوستې.
نواز شریف چې د مالي درغلیو په اړه د پاناما په نوم د خپرو شویو پټو اسنادو په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لیرې او په ۱۰ کلونو بند محکوم شوی، د ټول عمر لپاره له سیاسي فعالیتونو منع شوی دی.
د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې، ویل کېږي چې په انتخاباتو کې د پوځ او نورو لورو د لاسوهنې هدف دا دی چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په اوس وخت کې په خېبر پښتونخوا ایالت کې حکومت کوي، قدرت ته ورسېږي.
له فساد او درغلیو ډکو کمپاینونو او په انتخاباتو کې د لاسوهنو ادعاوو ډېری پاکستانیان زړه نازړه کړي او داسې ښکاري چې که هر ګوند په دغو انتخاباتو کې نهبریالی کېږي، د درغلیو ادعا به راپورته او اعتراضونو ته به مخه کړي.
موعد یوسف چې په واشنګټن کې دېره د امریکا د سولې په انستیتيوت کې د اسیا د برخې مسؤل دی، وايي چې په اوس وخت کې د پاکستان ډموکراسي له دوه ګوني حالت سره مخامخ ده چې له یوې خوا په دې هېوا کې وروستي ۱۰ کلونه ډموکراتیکه واکمني نهده مختل شوې، خو له بلې خوا تر انتخاباتو مخکې کمپاینونو کې د ادعاوو هر ډول ډولونه او لاسوهنې لیدل کېږي چې د انتخاتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.
مایکل کوګلمن چې د امریکا په وېلسن تحقیقاتي مرکز کې د اسیا د پروګرام مرستیال دی، وایي چې پر انتخاباتو د پوځ لهخوا غوړولي سیوري په دې هېواد کې د ډموکراسۍ د پیاوړي کېدو پر هڅو هم سیوری غوړولی دی.
کوګلمن وایي، په انتخاباتو کې د پوځ د لاسوهنو ادعاوې او دا چې په زیاته پیمانه پوځیان به د انتخاباتو په ورځ ځای پر ځای کېږي، د دې ښکاره ثبوت دی چې د انتخاباتو دغه پروسه یوه بشپړه ملکي پروسه نهده.
د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون په غوښتنه ۳۵۰ زره پوځیان به په ټول هېواد کې د رأی ورکولو د څه باندې ۸۵ زره مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره ځای پر ځای کېږي.
ټول له ۱۲ زره زیات کاندیدان هم د مرکزي اسامبلۍ یا پارلمان د ۲۷۷ څوکیو او د څلورو ایالتونو د محلي اسامبليو ۵۷۷ څوکیو لپاره سیالي کوي.
د انتخاباتو نړیوال او سیمهییز څارونکي به هم دغه انتخابات څاري.
د اروپایي اتحادیې ۶۰ څارونکي به د رأی ورکولو په لویو مرکزونو کې د رأی ورکولو پروسه څاري.
د پاکستان د قانون له مخې، د ښځو او د نورو غیر اسلامي مذهبي اقلیتونو لپاره چې د دې هېواد د نفوس په سلو کې څلور جوړوي، هم یو شمېر څوکۍ ځانګړې شوې دي.