پاکستان جدي ژمنه کړې چې د تروریستي ډلو د تمویل د سرچینو د بندولو په برخه کې به لازم اقدامات کوي.
پاکستان پرون کلکه ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره به ګډ کار کوي او داسې پلانونه او قوانین به جوړوي چې په عملي کېدو سره به یې په پاکستان کې د پیسو د منځلو یا غیرقانوني پیسو د سپینولو او د تروریستي ډلو د تمویل شبکې وځپل شي.
اسلام آباد تېره اوونۍ د مالي اقداماتو د ځانګړې ډلې د پرېکړې په وړاندې چې دا هېواد یې د تروریستانو د مالي سرچینو په خاطر د څار په خړ لېست کې شامل کړ جدي غبرګون وښود او متحد ایالات او اروپايي ټولنه یې د «FATF» په پرېکړو کې د نفوذ په کارولو تورن کړل، خو پرون د جون پر ۳۰ نېټه د پاکستان د مالیې وزیر شمشاد اختر د «FATF» چارواکو ته وویل، هېواد یې په پام کې لري چې د ټول حکومت په کچه اقدامات وکړي څو د تروریستي ډلو د تمویل د شبکو پرضد تدابیر او اقدامات پیاوړي کړي.
پاکستاني چارواکو تائید کړې چې «FATF» دوی ته د هغې غونډې په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې د جون پر ۲۸مه په پاریس کې جوړه شوې وه او یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
دې موسسې په فبروري میاشت کې هم پاکستان ته ورته خبرداری ورکړی و چې په خپل قلمرو کې دې د فعالو تروریستي ډلو مالي سرچینې وچې کړي.
«FATF» چې ۳۵ هېوادونه او دوه سیمه ییزې موسسې غړیتوب پکې لري له بانکونو او نړیوالو پانګوالو غواړي چې هغو هېوادونو ته دې پورونه نه ورکوي چې د دوی په خړ لېست کې شامل دي.
د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې د جون پر ۲۹مه نېټه ویلي و چې پاکستان به بېرته د هغو هېوادونو په خړ لېست کې شامل کړي چې د تروریستي ډلو د تمویل د شبکو په خاطر تر څار لاندې دي.
دې ډلې ویلي دا کار ځکه کوي چې پر پاکستان فشار زیات شي څو د هغو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي چې په مرسته یې تورن دی.
«FATF» له دې لېست څخه د وتو لپاره اسلام آباد ته د اجراآتو یو پلان او د تدابیرو فهرست هم سپارلی دی.
د پاکستان د مالیې وزیر ښاغلي اختر وویل، حکومت د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او څارنې یو میکانیزم جوړ کړی څو دا پلان عملي کړي.
د «FATF» په خړ فهرست کې د پاکستان د نوم د شاملېدو نتیجه دا کېدای شي چې که دا هېواد لازم اقدامات ونه کړي په بل پړاو کې به په تور لېست کې راشي او په هغه صورت کې به بیا نور بندیزونه پرې ولګول شي.