په پاکستان کې د ټاکنو د څارنې کمېسیون د حافظ سعید په مشرۍ د ملي مسلم لیګ په نامه اسلامپاله ګوند په ټاکنو کې له برخې اخیستو منع کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي مسلم لیګ ګوند ویاند څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې په پاکستان کې یې په راتلونکو ټولټاکنو کې د مرکزي او صوبايي اسمابلیو لپاره د ۲۰۰ کاندیدانو نومونه نهايي کړي دي.
خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د چهارشنبې په ورځ ملي مسلم لیګ ګوند ته اجازه ورنهکړه چې په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون وکړي.
د پاکستان د قانون له مخې، هغه ګوندونه چې د دې هېواد په ټولټاکنو کې برخه اخلي باید د ټاکنو کمېسیونیې ورازوي او د ګډون اجازه ورکړي.
د ملي مسلم لیګ ګوند مشر حافظ سعید هغه څوک دی چې د امریکا متحده ایالاتو یې پر سر له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په تور ۱۰ میلیونه ډالر انعام ایښی او همدا شانیې د هغه نوم د نړیوالو ترهګرو په لېست کې هم شامل کړی دی.
امریکا همدا شان د ۱۳۹۷ میلادي کال کې په لومړیو کې وویل چې د پاکستان ملي مسلم لیګ د کشمیر د ازادۍ تحریک لشکر طیبه بل نوم دی چې په هند کې د ۲۰۰۸ میلادي کال په خونړیو ترهګریزو بریدونو تورنه ده.
د پاکستان حکومت په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا تر فشار او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا د ترهګرو ډلو په لېست کې تر شاملولو وروسته د حافظ سعید د دوو خیریه مؤسسو «فلاح انسانیت» او «جماعتالدعوه» فعالیتونه هم وځنډول.
که څه هم د امریکا تر اقداماتو وروسته د پاکستان حکومت حافط سعید څه موده په دې هېواد کې نظربند کړ، خو بیا وروسته د دې هېواد سترې محکمې د هغه نظربندي ختمه کړه.
د یادونې وړ ده چې د راروانې جولای میاشت په ۲۵مه نېټه په پاکستان کې عمومي ټولټاکنې ترسره کېږي چې په دې هېواد کې یې د سیاسي ګوندونو ترمنځ توده انتخاباتي سیالۍ پیل کړې ده.