د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۵

پاکستان د "ISI" پخوانی مشر د یوه کتاب په اړه ممنوع‌الخروج اعلان کړ


د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی مشر له دې کبله چې د هند د استخباراتو د پخواني مشر سره‎یې په ګډه د خاطراتو کتاب لیکلی، ممنوع‌الخروج اعلان شو.

وروسته له هغې چې د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر اسد دُرانی په ممنوع‌الخروج لېست کې راغی، د پاکستان پوځ تېره ورځ هغه په اسلام‎اباد کې د استخباراتو ادارې ته وروغوښت او توضیحات‌یې ترې وغوښتل.

دغه متقاعد جنرال له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. اېس. ای» مشر و.

اسد دُراني د هند د استخباراتو له پخواني مشر سره یوځای د خاطراتو یو کتاب لیکلی و چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیالیو شدت، په افغانستان کې د دواړو هېوادونو له‎خوا د نیابتي جګړې لپاره د ځواکونو کارولو او د کشمیر پر لانجو مستند شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو له ډېرې مودې راهیسې پاکستان د طالبانو په ګډون د تُندلارو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

په دغه کتاب کې راغلي چې ښایي پاکستاني چارواکي په ۲۰۱۱ میلادي کال د امریکا له‎خوا پر اسامه بن لادن تر برید دمخه پوهېدل چې هغه چېرې ژوند کاوه.

اسامه بن لادن
اسامه بن لادن

د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ‌اباد ښار کې د امریکایي ځواکونو تر برید لاندې راغی، خو پاکستاني چارواکو تل ویلي چې دوی د امریکا د ځانګړو ځواکونو تر برید وروسته د بن لادن د استوګنې د سیمې څخه خبر شول.

د پاکستان او هند د استخباراتو د پخواني مشرانو کتاب کې راغلي:

"د پاکستان استخباراتي اداره «ای. اېس. ای» احتمالاً د بن لادن په اړه په هر څه پوهېدل او هغه د دوه اړخیزې موافقت‎نامې پر اساس امریکا ته تسلیم شوی دی."

اسد دُراني د هند د استخباراتو له پخواني مشر سره یوځای د خاطراتو یو کتاب لیکلی و.

متقاعد جنرال اسد دُرانی لیکي، د پاکستان هر ډول انکار له دې کبله شوی چې د اسامه بن لادن په وژل کېدو کې د پاکستان همکاري ښایي ډېری پاکستانیانو ته چې بن لادن ورته د یوه اتل حیثیت درلود، د شرم وړ کار وو.

د دغه کتاب بل لیکوال چې د هند د استخباراتو پخوانی مشر «اې. اېس» دولت دی وایي، د هند ارزونه هم دا وه چې اسامه بن لادن د پاکستان له‎خوا امریکایانو ته تسلیم شوی دی.

په دې کتاب کې دغه‌راز د سیمې په سیاستونو کې د پاکستان د پوځ د مداخلې او په کشمیر کې د هند پر وړاندې د جنګېدونکو ځواکونو څخه د پاکستان د پوځ د ملاتړ په اړه هم بحث شوی دی.

هند او پاکستان چې دواړه اټمي وسلې لري، له هغه وخته چې له بریتانیا څخه‌یې خپلواکي ترلاسه کړې درې ځلې په خپلو کې سختې جګړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG