د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

امریکا: افغانستان د انسانانو د قاچاق په مخنیوي کې برابرې هڅې نه‌دي کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د انسانانو قاچاق په نړۍ کې تر ټولو خواشینونکی بشري ناورین دی چې له امله یې د قانون حاکمیت تر پښو لاندې کېږي او جنايي جرمونه ورسره زیاتېږي.

د انسانانو قاچاق په نړیواله ټولنه کې ټولنیز نظم او امنیت ته ګواښ پېښوي او تر ټولو ناوړه اړخ یې دا دی چې انسانان له بنیادي ازادي او هویته بې برخې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه د ۲۰۱۸ میلادي کال کلنی رپوټ پرون پنجشنبه خپور کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو پرون وویل چې سږ کال د دې وزارت رپوټ د انسانانو د قاچاق د مخینوي لپاره د حکومتونو او ولسونو د هڅو ارزونې ته ځانګړی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو

مایک پومپئو وویل، د انسانانو قاچاق نړیواله او د هېوادونو او ټولنو په کچه ستونزه ده.

د دې پر ضد د جنګ د ګټلو لپاره باید حکومتونه د خپلو ټولنو په کچه ادارې پیاوړي کړي، څو ستونزې پېدا او د خپلو ټولنو په کچه د حل‎لارې ورته پېدا کړي. موږ د هرکال په څېر د هغو هېوادونو چې د دې جنایت د مخنیوي لپاره هڅې کوي یادونه کړې او هغه هېوادونه هم راغلي چې دې ته یې اسانتیا برابره کړې ده.

  • افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل رپوټ کې افغانستان په هغو هېوادونو کې ګڼلی چې حکومت یې نه‎دی توانېدلی چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره د ټاکل شوې نورم له حد اقل سره برابرې هڅې وکړي، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره یې مهم کوښښونه پېل کړي دي.

د افغانستان حکومت د نورو کلونو په پرتله د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي او د جزا په قانون کې د اصلاحاتو په مرسته يې د انسانانو قاچاق په تړاو سزا يې لوړه کړې ده.

د دې قانون پر اساس د بچه‎بازي په تړاو فعالیت جنايي جرم ګڼل شوی دی.

بچه‎ بازي جنايي جرم ګڼل شوی
بچه‎ بازي جنايي جرم ګڼل شوی

په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د افغانستان حکومت د انسانانو د قاچاق زیات قربانیان پېدا کړي او له یوه نړیوال سازمان سره په ګډه يې د داسې روزنیز پروګرام پلان جوړ کړی چې د انسانانو د قاچاق مخنیوی وکړي، قربانیان يې ښه وپېژندل او مناسبو ادارو ته معرفي شي.

د رپوټ په حواله، د افغانستان حکومت د ماشومانو د خوندیتوب یوه اداره جوړه کړی چې پر اساس په امنیتي ادارو کې د کم عمره هلکانو د استخدام مخنیوی وکړي او تېر کال په یوازې درې میاشتو کې کې توانېدلی چې د ۷۹ کوچنیانو د استخدام مخنیوی وکړي.

خو بیا هم د افغانستان حکومت نه‎دی توانیدلی چې په ډېرو مهمو برخو کې په ځانګړي ډول د جنسي سو استفادې، د افغانستان د امنیتي ځو اکونو له لوري د کوچنیانو د استخدام او له هغوی د کار اخېستلو په برخه کې له نورم سره سم پرمختګ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له داسې کره رپوټونو سره چې د افغانستان د حکومت پر یو شمېر چارواکو په‎دې مسئله کې د لاس درلودلو تور لګوي، د افغانستان حکومت د انسانانو د قاچاق او له هغوی د جنسي سو استفادې په تړاو پر وګړو د اتهام یا د چا د محاکمې نوی خبر نه‎دی خپور کړی.

سږ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي چې په ډېرو مواردو کې لیدل شوي چې په ټيټه کچه چارواکي په مکرر ډول د مخدرو موادو د قاچاق او د انسانانو د قاچاق د قربانیانو ترمنځ په تفکیک تېروتنه کوي او په ډېرو مواردو کې د انسانانو د قاچاق قربانیان د مشکوکو جنایتکارانو په توګه نیول شوي دي.

رپوټ زیاتوي، هغه هڅې چې د افغانستان حکومت د قربانیانو د خوندیتوب لپاره کوي کافي نه‎دي او یو مرکز چې حکومت د قربانیانو د خوندیتوب لپاره جوړ کړی و، د مرسته کوونکو د کومک له پای ته رسېدو سره سم وتړل شو.

په رپوټ کې په ځانګړي ډول یادونه شوې چې د افغانستان حکومت او غیر دولتي وسله‎والې ډلې په غیر قانوني ډول کوچنیان استخداموي او په جنګي او ملکي دندو یې ګوماري.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې پرون په‎دې مناسبت په غونډه کې د امریکا د ولسمشر سلاکارې، ایوانکا ټرمپ هم ګډون کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ولسمشر سلاکارې پرون یو شمېر کسانو ته چې په خپلو هېوادونو او ټولنو کې یې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي او له قربانیانو سره د مرستې لپاره د پام وړ هڅې کړي جایزې ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر کال هم په خپل رپوټ کې ویلي و چې په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق زیات قربانیان هغه ماشومان دي چې د غالیو په کارخانو، د خښتو د پخولوپه بټیو، د خلکو په کورونو کې کار کوي، خیر ټولوي، د کوکنارو په کښتونو کې کار کوي او د لویو موټرو له ډرېورانو سره د کلینرانو په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG