د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د فوټبال نړیوال جام: د سعودي لوبډلې لپاره د سیالۍ نتیجه ډېره درنه وه


د فوټبال د نړیوال جام لوبې پرون پنجشنبې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوې.

د فوټبال د نړیوال جام لوبو د ۲۱ مې دورې په پیل کې د روسیې او سعودي عربستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته راووتلې، خو نتیجه یې د سعودي د لوبډلې لپاره ډېره درنه وه، صفر- پنځه.

دا لوبه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د پلازمېنې مسکو په لوژنیکي ورزشي لوبغالي کې د اتیازره نندارچیانو په مخکې ترسره شوه.

د سعودي عربستان او روسیې لوبډلې د نورو لوبډلو په منځ کې تر ټولو ټیټ امتیازونه درلودل او دا د پرونۍ ورځې یوازینۍ لوبه وه.

د فوټبال د نړیوال جام مراسم ولسمشر پوتین د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د جګ‎پوړو چارواکو په ګډون پرانېستل.

د لوبو دا لړۍ به یوه میاشت روانه وي او وروستۍ مسابقه به د جولای په ۱۵مه نېټه ترسره شي.

د سږنیو لوبو په ۳۲ شاملو لوبډلو کې د تېر نړیوال جام د لوبو د ګټونکي هېواد جرمني لوبډله هم شامله ده او لوبې د روسیې د ۱۱ ښارونو په ۱۲ لوبغالو کې پلان شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې د دې جام کوربه هېواد روسیه پر دې لوبو ۱۳ میلیارد ډالر لګوي.

د فوټبال نړیوال جام په نړۍ کې د بل مناسبت په پرتله زیات لیدونکي لري.

سږنی جام په داسې حال کې پیلېږي چې روسیه د نړیوالې انزوا په حال کې ده او د کریمیا ټاپو د نیولو، د اوکراین په ختیځ کې د بیلتونپالو او په سوریه کې د ولسمشربشاراسد د ملاتړ له کبله پر دې هېواد نړیوال بندیزونه لګول شوي دي.

پردې سربېره د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې ادعاوو او په انګلستان کې د روسیې د استخباراتو د یو پخواني جاسوس او د هغه د لور د مسمومولو تورونو د روسیې او لویدیځ ترمنځ اړیکې له سړې جګړې په راوروسته کلونو کې تر ټولو ساړه حالت ته رسولي دي.

په همدې دلیل د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړي او حکومتي چارواکي په پرونیو مراسمو کې حاضر نه‎وو.

د بشري حقونو د څار ټولنې تېره میاشت د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د روسیې د جنایتونو په غبرګون کې دې د فوټبال د نړیوال جام د پرانېستو په مراسمو کې ګډون نه‎کوي.

د عفوې نړیوال سازمان هم پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې په روسیه کې د بشري حقونو پر مدافعانو فزیکي حملې او د هغو بې توپیره او پرله‎پسې ځورول او وېرول وغندل.

XS
SM
MD
LG