د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د روسیې د "لوزینکي" فوټبال لوبغالي معیارونه!


هغه لوبغالی چې د فوټبال د نړیوال جام یوه سیالۍ په‌کې کېږي، په زړه پورې معیارونه لري.

دا معیارونه د فیفا په یوه ۲۲۵ مخیز سند کې ثبت شوي دي.

په دې لوبغالي کې شااوخوا ۸۰ زره څوکۍ شته.

سټډیوم د نندارچیانو لپاره څلور د ننوتو او څلور د وتلو لارې لري.

د فوټبال میدان ۱۰۵ متره اوږدوالی او ۶۸ متره پلنوالی لري او شااوخوا یې ۱۲۵ متره په ۸۵ متره کې ټاکل شوې ده.

لوزینکي سټېډیوم
لوزینکي سټېډیوم

د لوبغالي چمن خورا ښه کیفیت لري ځکه چې خاوره‌یې ښه ده.

  • د چمن د اوبولو او تود ساتلو ځانګړي وسایل د دې لوبغالي بله ځانګړتیا ده.
  • د هر ټیم د اضافي یا بدلېدونکو لوبغاړو لپاره ۲۳ څوکۍ په پام کې نیول شوي دي.
  • د نندارچیانو او میدان ترمنځ واټن د ۹۰ تر ۱۹۰ مترو ترمنځ ټاکل شوی دی.
  • د لوبغالي په شااوخوا کې د رسنیو لپاره ځانګړی ځای او همداراز یو روغتیايي مرکز او پارکېنګ هم شته.
  • د ټکټونو د کنټرول، تلاشۍ ځایونه او څرخنده دروازې د دې لوبغالي نور معیارونه دي.
  • لوزنیکي لوبغالی د ۲۰۱۸ د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ جام د پرانیستونکې سیالۍ کوربه دی.
    لوزنیکي سټېډیوم
    لوزنیکي سټېډیوم
    دا سټډیوم په ۱۹۵۶ میلادي کال جوړ شوی او په ۱۹۸۰ کې د المپیک سیالیو یو اصلي میدان ګڼل کېده.

خو اوس بېخي بدل شوی او له سره جوړ شوی دی.

په ۱۹۹۹ کال په دې لوبغالي کې د اروپا کپ پای‌لوبه وشوه او په ۲۰۰۸ کې د اروپا د اتلولیو جام د پای‌لوبې کوربه پاتې شوی دی.

په لوزنیکي لوبغالي کې ۸۱ زره نندارچیان ځایېږي.

XS
SM
MD
LG