د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د فوټبال نړیوال جام: روسیه د سعودي له ټيم سره ميدان ته ځي


د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال په نړیوال جام سياليو کې کوربه هېواد روسیه په مسکو کې نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» د سعودي عربستان له ټيم سره ميدان ته ځي.

لوبه د ځايي وخت د مازيګر پر څلور بجې پيلېږي.

په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» د فيفا په کانګرس کې رأی ورکړل شوې او نتيجه‌يې دا شوه چې امريکا، کاناډا او مکسيکو به د ۲۰۲۶ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام سيالیو کوربه هېوادونه وي.

دا پنځم ځل و چې مراکش وړانديز کړی و چې غواړي د دغو سیالیو د کوربه‎توب حق ترلاسه کړي.

امريکا په ۱۹۹۴میلادي کال کې د نړیوال جام سیالیو کوربه پاتې شوی او مکسيکو هم په ۱۹۷۰ میلادي او ۱۹۸۶ میلادي کلونو کې د فوټبال نړيوال جام سيالیو کوربه وو.

کاناډا هېڅکله د نارینه‎وو د فوټبال نړيوال جام سيالیو کوربه نه‎دی پاتې شوی، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ښځو د نړيوال جام سيالیو کوربه وو.

XS
SM
MD
LG