د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

کرکټ بورډ: ډاډه یو چې افغان لوبغاړي به د بنګله‎دېش په وړاندې ښه وځلېږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د بنګله‎دېش پر وړاندې شل اوورېزو سیالیو ته‎يې له هر اړخه يوه پیاوړې او متوازنه لوبډله ټاکلې ده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د يکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې د توپ‎اچونې، توپ‌وهنې او توپ‎نیونې په برخه کې ښه تمرینات کړي چې نتیجه به یې د سیالیو پر مهال په ډاګه شي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه:

"دغو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو له تېرې يوې نیمې میاشتې راهیسې په بېلابېلو برخو کې ښه تمرینات ترسره کړي او د پوره چمتووالي سره د لوبې ډګر ته ځي، سپېن بالینګ هم ښه دی او تېزه توپ اچوونه مو هم پیاوړې ده، دغه شان قوي بیټنګ لائن هم لرو، نو موږ ډاډه یو چې افغان لوبغاړي به د بنګله‎دېش په وړاندې سیالیو کې ښه وځلېږي."

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوورېزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربه‎توب نن یکشنبه ماښام «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۳» د کابل پر وخت په ۷ بجو د هندوستان په دهرادون کې پيل شي.

د یادو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه به د جون د میاشتې په پنځمه او درېیمه لوبه د همدې میاشتې په اوومه ترسره شي.

افغانستان او بنګله‎دېش له دې وړاندې يو ځل په ۲۰ اوورېزو سیالیو کې سره مخامخ شوي چې افغانستان په‎کې ماته خوړلې، خو دوه ورځې مخکې د افغانستان الف لوبډلې د بنګله‎دېش ملي لوبډلې ته په یوې تمریناتي لوبه کې په ۸ وکټو ماتې ورکړه.

د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې افغانستان د ۸۷ امتیازونو په درلودلو سره په اتم او بنګله‎دېش بیا په ۷۵ امتیازونو سره له سریلانکا وروسته لسم ځای لري.

له دې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق‎الله ستانکزي ازادي راډیو ته ويلي و چې له بنګله‎دیش سره د دې سیالیو ګټل په نړیواله سطحه د کرکټ د اتمې غوره لوبډلې په توګه د پاتې کېدلو او د شل اوورېزو لوبو د راتلونکي جام د مسابقو دوهم پړاو ته د تللو لپاره خورا مهم دي.

بل‎خوا کرکټ پوه جاوید همیم کاکړ وايي، د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ به يو اړخېزې نه‎وي، خو که د افغان‎توپ اچوونکو تر څنګ افغان توپ‎وهونکي هم ښه توپ‎وهنه وکړي، د افغانستان د بریا ډېر اټکل کېدای شي.

کرکټ پوه جاوید همیم کاکړ
کرکټ پوه جاوید همیم کاکړ

ښاغلی کاکړ وايي:

"افغانستان ښه لوبډله ټاکلې ده، افغان لوبډله تر ډېره تکیه په توپ اچوونکو کوي او اوس موږ د راشد خان ترڅنګ په لوبډله کې مجیب ځدراڼ هم لرو او نبي هم ښه ځلېږي، د بنګله‎دېش توپ اچوونکي دومره تکړه نه‎دي، که زموږ توپ‎وهونکي له مسؤلیته ډکه لوبه وکړي، نو افغانستان به په ډېرې اسانۍ سره دا لوبې وګټي."

دا په‎داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بنګله‎دېش کرکټ ملي لوبډلې لوبډل‎مشر شکیب الحسن د افغان لوبډل‎مشر اصغر ستانکزي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې افغانستان سره لوبو ته د خپلې لوبډلې د ښو تیاریو خبره وکړه.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روانې جون میاشتې په ۱۴مه د هند د کرکټ له ملي لوبډلې سره هم خپله لومړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG