د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

هند افغان کرکټ بورډ ته په «بنګلور ایالت» کې یو معیاري لوبغالی ورکوي


هند د افغانستان له کرکټ بورډ سره د ګڼو نورو همکاریو د ژمنې تر څنګ د دغه هېواد په بنګلور ایالت کې د يوه معیاري لوبغالي د ورکړې اعلان وکړ.

د هندوستان د کرکټ بورډ ډارېکټر امتیاب چوهدري چې د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی د افغانستان د کرکټ بورډ له عمومي رئیس عاطف مشعل سره‌يې په يوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې هېواد يې چمتو دی څو د افغانستان د کرکټ بورډ سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هندوستان په دغه تاریخي سفر کې د افغانستان سره دی او د هر ډول امکاناتو برابرولو ته چمتو دی، موږ د خپلو همکاریو په لړ کې په دهرادون ښار کې دوهم کورنی لوبغالی هم افغانستان ته ورکړی، موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو همکاریو ته ژمن یو."

د هند د کرکټ بورډ ډایرېکټر امیتاب چوهدري
د هند د کرکټ بورډ ډایرېکټر امیتاب چوهدري

ښاغلي چوهدري، د افغانستان او هندوستان ترمنځ لومړنۍ تاریخي ټیسټ لوبې ته چې ټاکل شوې د جون په ۱۴مه نېټه په هند کې ترسره شي افغان ولسمشر ته هم د دغې لوبې د ليدو بلنه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ د اصغر ستانکزي په مشرۍ دغې پنځه ورځنۍ لوبې ته لوبډله اعلان کړه او دغه لوبه‌یې د افغانستان خورا له اهمیت نه ډکه وبلله.

هند له دې وړاندې د ګریټر نویډا په نوم نړیوال کرکټ لوبغالی هم افغان کرکټ بورډ ته د کورني لوبغالي په توګه ورکړی دی.

دغه لوبغالی په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې جوړ او د شااوخوا ۴۰۰۰۰ زره کسانو د ناستي لپاره ځای لري.

دغه هېواد په کندهار ولایت کې هم د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت يو لوبغالی جوړ کړی دی چې په افغانستان کې یو له معیاري لوبغالو ګڼل کېږي.

بل‌خوا د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل بیا په ياده خبري ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

عاطف مشعل د هند د کرکټ بورډ له ډایرېکټر سره د لیدنې پر مهال.
عاطف مشعل د هند د کرکټ بورډ له ډایرېکټر سره د لیدنې پر مهال.

ده وویل:

"دا د دواړو دوستو هېوادونو او بورډونو ترمنځ د اړیکو نوی فصل دی، کومه غوښتنه چې موږ له دوی نه د يو معیاري لوبغالي لرله، څو يو بل معیاري کورنی لوبغالي ولرو نو زه د هندوستان د کرکټ بورډ او چوهدري صاحب نه مننه کوم چې د بنګلور په دهرادون ښار کې یې موږ ته يو میدان راکړ."

ښاغلی مشعل وايي، د هند سره په ګډې همکارۍ به د افغانستان کرکټ لا ښه وده او پرمختګ وکړي او له دې لارې به افغان لوبغاړو ته د لوبو ښه امکانات او زمینې مساعدې شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ د روان لمریز کال د جون له درېیمې د همدې میاشتې تر اوومې پورې په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG