د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

یوشمېر هندي مینه وال: د هند حکومت دې راشدخان ته افتخاري هندي تابعیت ورکړي


د افغان مشهور کرکټر راشد خان يو شمېر هندي مینه والو له خپل حکومته غوښتي چې نوموړي ته د هندوستان افتخاري تابعیت ورکړي.

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا (ای. پي. ال) سیالیو کې د راشد خان بې سارې ځلېدنې په دې ورستیو کې د کرکټ د مینوالو ترمنځ سخته غوغا جوړه کړې ده.

د ای پي ال په روانو سیالیو کې د کلکتې په وړاندې د راشد خان د غوره توپ وهنې، توپ اچونې او توپ نیونې وروسته، ډېرو کرکټرانو او مبصرینو د راشد لوبه وستایله او نوموړی یې د کرکټ د نړۍ غوره لوبغاړی وباله.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د راشد خان شهرت او محبوبیت تر دې کچې رسېدلی چې يو شمېر هنديانو له خپل حکومته غوښتي چې نوموړي ته د هندوستان افتخاري تابعیت ورکړي.

شفیق الله ستانکزی
شفیق الله ستانکزی

خو دا چې د هندي وګړو دا غوښتنه څومره شونې ده، ښاغلی ستانکزی یې په اړه وايي:

"دا يو نړیوال شهرت او نړیواله مینه ده چې راشد خان استرالیا ته لاړو، د هغه ځای خلکو ورته مینه ورکړه، دا شان د هندوستان له حکومته نيولې، تر یو عادي وګړي پورې ټولو راشد سره مینه وښوده او ويې ویل چې دی باید د هندوستان تابعیت واخلي، خو په حقیقت کې نه داسې کېږي او نه امکان لري، ځکه راشد ارمان زموږ او ستاسو ستوری دی او هر چېرته یې د افغانستان نوم او بېرغ ځلولی دی."

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ویلي، ډېر داسې ټویټونه یې کتلي چې د هند خلکو راشد خان ته د هندوستان د افتخاري تابیعت ورکولو غوښتنه کړې، خو د هغې په وینا، دا د هغې نه، بلکې د هندوستان د کورنیو چارو وزارت دنده ده.

بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټوېټر لیکلي:

"راشد خان زموږ اتل دی او پرې ویاړو."

نوموړي د هند صدراعظم نریندرا مودي ته په خطاب کې لیکلي چې موږ راشد خان چاته نه ورکوو.

د یادونې ده چې راشد خان د اي پي ایل په روانو سیالیو کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لپاره ډېر ښه وځلېد او په دغو سیالیو کې یې په خپله غوره توپ اچونه د نړۍ ډېر مشهور لوبغاړي اي بي ډیلورز، ام اس ډهوني، ویرات کهولي، برنډم مکالم، بن سټوک، پولاډ، سورېش رینا او يو شمېر نور لوبغاړي وسوځول.

حیدراباد لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې د راشد خان د ۳۴ چټکو منډو، درېیو وایکټو، د دوو کېچونو او یو رن اوټ سره کلکتې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته چې ټاکل شوې د يکشنبې په شپه د چنای سوپرکنګز سره د اتلولۍ لپاره خپل بخت وازمايي چې په دغه لوبه کې به هم د حیدراباد لوبډلې مینه والو سترګې تر ډېره راشد خان ته وي.

د راشد تر څنګ، بل پېژندل شوی افغان کرکټر محمد نبی عیسی خېل هم په همدغه لوبډله کې ولوبېدو او دغه شان مجیب ځدران بیا د پنجاب لوبدلې لپاره لوبې وکړې چې د دوی د لوبو ستاینې هم شوې دي.

په ورته وخت کې کرکټ پوه ابراهیم مومند وايي، دا چې هنديان غواړي راشد خان د دوی د هېواد تابعیت واخلي، دا د راشد د شهرت او محبوبیت اوج او انتها ده.

دی زیاتوي:

"دا د افغانستان او افغانانو لپاره ستر زیری او ویاړ دی چې راشد د نړۍ په کچه مینه وال لري او هر څوک غواړي چې راشد دې د دوی د هېواد واوسي او د دوی د هېواد تابعیت ولري، دا چې موږ الله تعالي په داسې لوبغاړي نازولي یوو، نو باید د هندوانو، پاکستانیانو او نورو هېوادونو له وګړو يې ډېر عزت وکړو او مینه ورکړو."

ښاغلی مومند وايي، هندوستان هغه هېواد دی چې د نړۍ ډېر مطرح او تکړه لوبغاړي د سیالیو لپاره ورته ورځي، خو دا لومړی ځل دی چې هندوستانیان له خپل حکومته غواړي چې راشد خان ته دې د هندوستان افتخاري تابعیت ورکړل شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG