د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په دوو کلیو کې په لسګونه کسان په هیروئینو او ترياکو معتاد دي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ قومي مشرانو ازادي راډیو ته وویل چې د یادې ولسوالۍ په شام او پشهګر درو کې په لسګونه ځوانان د هیروئینو په استعمالولو روږدي دي
دوي وايي:
"د نورګرام ولسوالۍ په شام، پشهګر، کاندو، کران او سایل ساحو کې ډېر ځوانان پوډریان شوي دي، د دوی ژوند تباه شوی، د دې سره نور خلک هم روږدي کېدای شي، موږ ورته وایو له دې عادت څخه لاس واخلئ، خو اثر پرې نهکوي، تقریباً شمېر یې له ۵۰۰ اوړي چې پهکې ښځې او ماشومان هم شامل دي."
دوی وايي، که چېرته په هیروئینو او افیومو د روږدو کسانو د درملنې لپاره په نورستان کې روغتیايي مرکز جوړ نهشي، نو نور ډېر کسان به هم معتاد شي چې وروسته بهيې درملنه مشکله وي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وویل چې د غربي نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند په دوو کلیو کې یو شمېر معتادین موجود دي او د دې تر څنګ د برګمټال ولسوالۍ په افسۍ کلي کې زیات کسان د افیمو په کارولو روږدي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د نورګرام د کورګل او شام په نامه کلیو کې ځیني خلک یاد مرض لري او د دې اصلي لامل دا دی چې دغه خلک اکثره مزدورۍ لپاره ایران ته تلل، له هغه ځايهيې دغه بد عادت ځان سره دلته راوړی او ورڅخه نور خلک هم په نشهيي توکو روږدي شوي دي. دا مواد دوی ته له بدخشان څخه راوړل کېږي او دلتهيې په خلکو پلوري، د نورګرام په دوه کلیو او د برګمټال ولسوالۍ په افسۍ کې یو شمېر کسان د افیومو په څښلو عادت دي."
والي وویل هڅې کوي چې د عامې روغتیا وزارت په مرسته د معتادینو د درملنې غم وخوري.
په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې چې کله د نورستان برګمټال ولسوالۍ په افسۍ کلي کې په لسګونه کورونه واورو لاندې کړي و او له ۱۰۰ زیاتو کسانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې وه، ولسمشر غني هم افسۍ ته تللی وو هلتهيې خلکو سره ژمنه وکړه چې په نورستان کې به د معتادینو د درملنې لپاره روغتون جوړوي، خو تر اوسه لاهم یاده ژمنه نهده عملي شوې.
د غږیز راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
راپور:روحالله انوري