د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۵

د مخدره موادو پرضد مبارزې وزارت د عامې روغتیا د وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې


د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د دغه هېواد د عامې روغتیا د وزارت وروستۍ څرګندونې رد کړې.

د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د عامې روغتیا وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ستراتیژي ناکامه ده، وايي چې دا ستراتیژي د ټولنې واقعیتونو او اجرائیوي ظرفیت ته په کتو جوړه شوې او خورا ګټې لري.

د دغه وزارت ویاند حنیف دانشیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه ستراتیژي د عامې روغتیا وزارت په ګډون د بېلابېلو اړوندو بنسټونو په مشوره چمتو شوې ده.

حنیف دانشیار
حنیف دانشیار

نوموړي وویل:

"د مخدره موادو پرضد د مبارزې ستراتیژي د ټولنې واقعیتونو او موجوده ظرفیتونو ته په کتو او د عامې روغتیا وزارت په ګډون، د اجرائیوي سکټورونو له لورې په تخنیکي ډول تدوین شوې او هر کال ورباندې کتنه کېږي، یعنې په ټوله کې د مخدره موادو پر وړاندې ستراتیژي ستونزې نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د شنبې په ورځ په یوه ناسته کې ویلي وو چې د دولت له لورې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې سراتیژي ناکامه ده.

نوموړي زیاته کړې وه چې د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې تر د ۲۰۱۸ میلادي کال پورې له ۹ سوه زرو د روږدو کسانو شمېر درې میلیونو ته لوړ شوی دی.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت په وینا، مخدره موادو ته اسانه لاس رسی، بېوزلي، بېکاري، جنګ جګړې، ګډوالي او تاوتریخوالی هغه عمده لاملونه دي چې په هېواد کې د مخدرو موادو د روږدو د شمېر له زیاتوالي سره یې مرسته کړې.

له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ نه همغږي هم لویه ستونزه بلل کېږي.

ولسمشر غني هم ویلي چې د سیمې د هېوادونو له همغږۍ پرته له مخدره موادو سره مبارزه نه شي بریالۍ کېدای.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت له همدې امله د سیمې په کچه د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په ستراتیژۍ کار پيل کړی.

د دغه وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ مرستیال جاوید احمد قایم ویلي چې د دغې ستراتيژۍ طرحه چمتو شوې او په راتلونکې یوه میاشت کې به په کابل کې د سیمې د هېوادونو د کارپوهانو ګډې غونډه ته وړاندې شي.

په دغه غونډه کې به د افغانستان د استازیتوب په ګډون، د سیمې د دولسو هېوادونو کارپوهان ګډون کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مسکراتو او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د عامې روغتیا وزیر څرګندونې تأییدوي او وايي چې نړیواله ټولنه، افغان حکومت او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مخدره موادو د له منځه وړلو اراده نه لري.

د دغه کمېسیون مرستیال نقیب الله په دې ازادي راډيو ته وویل:

"د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کومه ستراتیژۍ چې چمتو شوې واضح ده چې د عمل په ساحه کې ناکامه وه او نتیجه یې صفر ده، اساسي پوښتنه دلته ده چې، ترهغې چې نړیواله ټولنه په اخلاص او صداقت همکاري ونه کړي په دې برخه کې به لاس ته راوړنې ونه لرو."

د نوموړي په وینا تر کومه چې عملي ستراتیژي او د مخدره موادو پر وړاندې د قانون د تطبیق لپاره پیاوړې او جدي اراده نه وي موجوده، د یادې پدیدې په وړاندې مبارزه به هم دېره بریالۍ نه وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG