د افغانستان دفاع وزارت وايي، ایران ته د افغانستان د دفاع وزیر د سفر په ترڅ کې ایران باورمند شوی چې له ترورېزم او مخدره موادو سره مبارزه په افغانستان او سیمه کې سولې او ثبات ته زمینه برابروي.
ایران ته د افغانستان د دفاع وزیر د سفر په ترڅ کې کابل له تهران څخه غوښتنه کړې چې د ترورېزم او مخدره موادو سره د مبارزې په برخو کې ورسره مرسته وکړي.
درېیمه هغه موضوع چې د افغانستان دفاع وزیر له ایراني لوري سره مطرح کړې، د سرحدي سیمو خوندیتوب دی چې د دفاع وزارت د ویاند د دفتر د سرپرست محمد رادمنش په وینا، تهران په دې اړه شین څراغ ښودلای دی.
نوموړي وویل:
"هغسې لکه چې د سیمې د ټولو هېوادونو څخه د ترورېزم سره د مبارزې غوښتونکي یوو، له ایران څخه هم هیله شوې او هغه هېواد هم په دې سلا شوی چې له ترورېزم، مخدره موادو سره مبارزه او د سرحدي سیمو خوندیتوب کولای شي چې په افغانستان، سیمه او ټوله نړۍ کې پرمختګ رامنځته کړي.
د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د ایران د دفاع وزیر امیر خاتمي په بلنه تېره ورځ په دوه ورځني سفر ایران ته ولاړ.
دا سفر داسې مهال تر سره کېږي چې همدا تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره، د ۲۰۱۵ میلادي کال د اتمي موافقې څخه ووت، هغه اقدام چې په ایران کې يې د امریکا ضد جدي غبرګونونه راپارولي دي.
له دې سره دا سفر داسې وخت تر سره کېږي چې له دې وړاندې ځينو افغان چارواکو ادعا کړې چې ایران په ځينو مواردو کې له افغان طالبانو ملاتړ کوي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له بي بي سي سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، ایران د سپاه پاسداران له لارې طالبانو ته لوژستیکي ملاتړ برابروي.
له دې سره بیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکلسن ویلي، ایران او روسیه دې له طالبانو څخه د ملاتړ پر ځای، له دغه هېواد سره د داعش په ماتولو کې کومک وکړي.
له دې سره د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ځيني غړي وايي، د افغانستان دفاع وزیر له دې کبله تهران ته سفر کړی چې ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
د دغه کمېسیون یوې غړې اریون یون د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"زه فکر کوم چې ایران ته د هېواد دفاع وزیر سفر په داسې وخت کې تر سره کېږي چې ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او له طالبانو ملاتړ کوي، ایران د افغانستان د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې لاس لري."
خو دا چې ایا د افغانستان دفاع وزیر له ایراني چارواکو سره د دغو ادعاوو په اړه خبرې کړي دي کنه، د دفاع وزارت د ویاندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، ایران په ځلونو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه رد کړې ده.
د ده په وینا، دفاع وزیر په دغه سفر کې له ایراني لوري سره په افغانستان او سیمه کې د امنیت پر ټینګښت خبرې کړې دي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ