د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

روسیه د سوریې پر رژیم د امریکا د بریدونو په محکومولو کې پاتې راغله


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې هغه پرېکړه‎‎لیک رد کړ چې په‎کې پر سوریه د امریکا، بریتانیا او فرانسې د بریدونو د غندلو غوښتنه شوې وه.

د امنیت شورا له ۱۵ غړیو یوازې روسیې او دوو ملګرو یې چین او بولویا د دغه پریکړه‎لیک د تصویب لپاره مثبت رأیه ورکړه، اتو هېوادونو په یوه غږ رد کړه او څلورو ممتنع رأیه وکاروله.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نيکي هيلي د امنیت شورا د غونډې پر مهال وویل چې که د اسد رژيم په راتلونکي کې بیا کیمیاوي وسلې استعمال کړي امریکا به یې کلک ځواب ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نيکي هيلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نيکي هيلي

نوموړې وايي:

"موږ ډاډه یو چې د سوریې د کیمیاوي وسلو پروګرام مو شنډ کړی دی. که د سوریې رژيم زموږ د ننګولو لپاره خپل حماقت ته دوام ورکړي، موږ د دې فشار د جاري ساتلو لپاره چمتو یو."

د امریکا متحده ایالتونو، بریتانیا او فرانسې د شنبې په شپه او سهار وختي د سوریې یو لړ پوځي اهداف او هغه مراکز چې کیمیاوي وسلې تولیدوي، تر بریدونو لاندې ونیول.

پاسنیو هېوادونو په ګډه د سوریې د رژیم په ځینو پوځي مرکزونو او د کیمیاوي وسلو په تولیدي فابریکو ۱۰۵ راکټونه وویشتل.

د دوی دا بریدونه د تېرې یکشنبې په ورځ د سوريې په دوما ښار کې د اسد د رژیم د بریدونو په غبرګون شوي چې د زهرجنو کیمیاوي موادو په کارولو سره یې ۴۳ ملکیان وژلي وو.

واسیلي نبنزیا
واسیلي نبنزیا

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د پرېکړه‎لیک تر نه تصویبېدو وروسته وویل:

"تاسو ولې د هغو څېړنو پایلې ته انتظار ونه‎کړ چې غوښتنه مو کړې وه؟"

د روسیې سفیر امریکا، بریتانیا او فرانسه تورنې کړې چې نړیوال قوانین یې په واضح توګه تر پښو لاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي بشارجعفري د امریکا، فرانسې او بریتانیا بریدونه وغندل او ویې ویل چې دغو هېوادونو د ده په خبره "د زور او ځنګل" قانون چلولی او نړیوالو قوانینو ته یې درناوی نه‎دی کړی.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر پرونیو بریدونو وروسته ټویټ وکړ چې "ماموریت ترسره شو."

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم چې د لاتینې امریکا په سفر وتلی، پرون شنبې ګواښ وکړ چې سوریه به تاوان پرې کړي که یې پوځیانو بیا کیمیاوي وسلو ته لاس ور وړ.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG