سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ په سوریه کې د کیمیاوي وسلې تر استعمال وروسته د دمشق پر ضد پر پوځي ګام د غور له امله جنوبي امریکا ته خپل سفر لغوه کړی دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په سوریه کې د ملکیانو پر ضد تر مشکوک کیمیاوي برید وروسته د بشار الاسد د رژیم پر ضد د پوځي اقدام ګواښ کړی دی.
د ټرمپ د دوشنبې د ورځې تر ګواښ وروسته روسيې خبرداری ورکړی چې هر ډول پوځي ګام به جدي پایلې ولري.
ډونالد ټرمپ د بشار الاسد د رژیم پر ضد د پوځي اقدام ګواښ کړی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز ویلي دي ولسمشر ټرمپ به د امریکا د لویې وچې د هېوادونو په سرمشریزه کې چې راتلونکې جمعه په پیرو کې جوړېږي، ګډون ونهکړي.
هغې وویل، ولسمشر ټرمپ به په امریکا کې پاتې شي چې د سوريې پر وړاندې د واشنګټن پر عکسالعمل غور وکړي او نړیوال تحولات وڅاري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل، مرستیال ولسمشر مایک پنس به د پیرو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
بل لور ته د سوريې د بهرنیو چارو وزیر د لوېدیځ د پوځي ګام د مخنیوي په هدف د کیمیاوي وسلو د پراختیا ضد له نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې له هغو سیمو کتنه وکړي، چېرته چې د کیمیاوي وسلې د کارېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د سوريې حکومت دا ردوي چې ګواکې ختیځ ښار دوما ته نږدې په مشکوکه کیمیاوي حمله کې لاس لري.
د کیمیاوي وسلو د پراختیا ضد نړیوال سازمان ویلي، د سوريې دوما ښار ته خپل یو ټیم استوي چې پلټنه وکړي.
راپورونه وايي، په دوما کې د کیمیاوي وسلې د استعمال له امله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د سوريې متحدان روسیه او یا ایران او یا بل هر هېواد چې د دوما ښار په کیمیاوي برید کې لاس ولري، لویه بیه به پرې کړي.
پهداسې حال کې چې امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي دي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د استعمال په اړه د تازه تحقیقاتو لپاره رأی ورکړي، ښايي روسیه د ویټو حق په کارولو سره په ملګرو ملتونو کې پهدې اړه د پرېکړې مخه ونیسي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر تر دې یوه ورځ مخکې وویل چې د امنیت له نړیوالې شورا څخهيې پهدې اړه د پرېکړهلیک د صادرولو غوښتنه کړې.
مسکو دغهراز د کیمیاوي وسلو د مخنیوي له سازمانه غوښتي دي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د استعمال په اړه پلټنه وکړي.