د ایران ستر مذهبي مشر وایي، دا به نههېرېدونکې تېروتنه وي چې له اسرائیل سره خبرې وشي.
ایتالله علي خامنهاي دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کوي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د لومړي ځل لپاره وویل چې اسرائیلیان د دې حق لري چې په خپله خاوره کې په سوله کې ژوند وکړي.
د خامنهاي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د هغه په وېبپاڼه کې خپرې شوې.
هغه د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده نوم نهدی اخیستی، خو ویلي یې دي چې دا واضح ده چې تهران د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ ظاهراً د اړیکو د ښه کېدو ضد دی.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده له اتلانتیک مجلې سره په مرکه کې د دې خبرې تر څنګ دغهراز په وروستیو کې د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د لومړي ځل لپاره د هوایي الوتنو خدمات چې اسرائیل هغه تاریخي پېښه بللې، پیل کړي دي.
خامنهاي ویلي چې د اسرائیل له یوه جعلي، درواغجن او مستبد رژیم سره د خبرو هڅه به یوه نههېریدونکې تېروتنه وي او هغه به د فلسطینیانو بریالیتوب په شا وتمبوي.
د ایران ستر مذهبي مشر وویل چې دا د ټولو مسلمانانو دیني وجیبه ده چې د فلسطینیانو د مقاومت د غورځنګونو ملاتړ وکړي او ژمنهیې وکړه چې ایرانیان به د فلسطینیانو د حماس له اسلامي ډلې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
که څه هم سعودي عربستان تر اوسه اسرائیل رسماً په رسمیت نهدی پېژندلی، خو د اسرائیل د کابینې یوه غړي په تېر نومبر میاشت کې افشا کړه چې ده په پټه له سعودي عربستان سره تماسونه نیولي دي.
ریاض دغه ادعا رد کړې، خو کارپوهان وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ چې یو وخت دښمنان و، د اړیکو د ټینګېدو تر شا انګېزه هغه ګډ ګواښ دی چې دوی دواړهیې د ایران لهخوا سیمې ته متوجې بولي.