د اسرائیل دفاع وزارت د ۱۵ فلسطینیانو د وژلو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې د ترسره کېدو غوښتنه رد کړه.
دغه فلسطینیان د اسرائیلي پوځیانو لهخوا د تېرې جمعې په ورځ په غزه کې هغه مهال ووژل شول چې د اسرائیل پولې ته نژدې د فلسطینیانو لهخوا مظاهره په تاوتریخواله وا وښته.
حماس ډله چې پر غزې واکمنه ده وویل چې د وسلهوالې څانګې پنځه غړي یې وژل شوي، خو اسرائیل ویلي چې په ۱۵ وژل شوېو کې اته د دې ډلې چې اسرائیل او لویدیځ یې ترهګره ډله بولي، غړي دي او دوه تنه نورپه نورو وسلهوالو ډلو پورې تړلي دي. پهدې پېښه کې شاوخوا ۷۰ معترضین ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د جمعې د ورځې د دغې پېښې په اړه د یوې خپلواکې څېړنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د هغه ویاند فرحان حق په یوه بیان کې وویل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي پهدې پېښه کې د وژل شوېو او ټپیانو په اړه د څېړنې ترڅنګ دغه راز له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې له داسې اقداماتو چې د نورو مرګ ژوبلو سبب کېږي یا د ملکیانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، ډډه وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ګوترش لهدې غوښتنې وروسته د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني، د بخښنې نړیوال سازمان امنیسټي انترنشنل او د اسرائیل د کین اړخي اپوزیسیون مشر تامار زاندبیرګ هم ورته غوښتنې وکړې.
د اسرائیل دفاع وزیر اویګدورلیبرمن د اسرائیل د پوځ راډیو ته وویل چې د اسرائیل پوځ هغه څه کړي چې اړتیا یې وه او دی فکر کوي چې ټول سرتېري مو د دې وړ دي چې یو مډال ورکړل شي.
هغه پهدې اړه چې ایا د دې پېښې په اړه به څېړنه وشي؟ وویل، کومې څېړنې ته اړتیا نشته.
د تېرې جمعې په ورځ په غزه کې د اسرائیل له ۶۵ کیلو متره اوږدې پولې سره چې امنیتي موانع پهکې جوړ دي، په لسګونو زره فلسطینیان راټول شوي وو او هغو سیمو ته یې د کډوالو او د هغوی د نویو نسلونو د بېرته ستنېدو او ځای پرځای کېدو لپاره د شپږو اونیو په مخه اعتراض پیلولو ته خیمې ودرولې چې اوس د اسرائیل خاوره ده.
خو په سلګونو فلسطینیانو د دغه اعتراض د تنظیمونکو او د اسرائیل د پوځ غوښتنه چې پولې ته دې نژدې نه ورځي، له پامه غورځولې وه.
د اسرائیل پوځ وویل چې یو شمېر کسانو چې وژل شوي، پر سرتېرو ډزې کړې وې، سوځول شوي ربړونه، ډبرې او بوتلي بمونه یې پولې ته ورګذار کړي وو.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشري فدریکا موګرېني د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په یوې خپلواکې او بې پرې څېړنه کې په تېره بیا له مرمیو کار اخېستل باید وڅېړل شي او زیاته یې کړه چې دې ته په پام سره چې اسرائیل د خپلو پولو د ساتلو حق لري، باید په هر وخت کې له مناسب ځواکه کار واخلي.
په پام کې ده چې دغه اعتراض د مې په ۱۵مه چې فلسطینیان یې هر کال د تورې ورځې یا ناورین په توګه لمانځي اوج ته ورسېږي.
دا هغه ورځ ده چې په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د اسرائیل دولت رامنځته شو چې په نتیجه کې یې په سلګونو زره فلسطینیان له خپلو سیمو کډه کولو یا هم ایستلو ته اړ کړی شول.
اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې له دې ډډه کوي چې بې ځایه شوي فلسطینیان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي، ځکه لهدې بېره لري چې پهدې کار سره به یهودان خپل اکثریت له لاسه ورکړي.