د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په غزه کې د ۱۵ فلسطینیانو د وژل کېدو په غبرګون کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته د ترورېست خطاب کړی دی.
هغه پرون یکشنبه پهدې اړه وینا وکړه او د غزې په سرحد کې یې د اسرائیلو لهخوا د مظاهرو ځپل وغندل.
د اردوغان تر تُندو خبرو وروسته د اسرائیل صدراعظم په خپله ټویټ پاڼه ولیکل چې د اسرائیل پوځ د هغه چا لکچر ته اړتیا نهلري چې له کلونو راهیسې یې د ده په خبره په ملکیانو بمباري کړې وي.
د اسرائیل او ترکیې د مشرانو ترمنځ یو بل ته د سختو الفاظو د کارولو دا لانجه وروسته له هغې وشوه چې اسرائيلي پوځیانو د جمعې په ورځ په غزه کې په مظاهرهچیانو ډزې وکړې او ۱۵ تنهیې ووژل.
اسرائیلو ویلي چې اته تنه وژل شوي چې د حماس ډلې غړي وو.
حماس تأیید کړې چې پنځه وژل شوي د دوی د پوځي ډلې غړي وو.