د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

داوود: اوس هم په دولتي ناستو کې د بلخ د والي په توګه ګډون کوم


د بلخ ولایت لپاره ټاکل شوی والي محمد داوود وايي، نوموړی اوس هم په کابل کې د لوړ رتبه دولتي چارواکو په ناستو کې د بلخ د والي په توګه ګډون کوي او د ملي يووالي حکومت د بلخ د والي په توګه د ده د معرفي کولو په موضوع کې جدي دی.

انجنیر محمد داوود چې د عطا محمد نور د مخالفت له امله له تېرو درېیو میاشتو راهیسې نه‌دی توانېدلی د بلخ د والي په توګه خپلې چارې پیل کړي وايي چې نوموړي تېره ورځ هم د يو شمېر لوړرتبه دولتي چارواکو په هغه غونډه کې چې د بلخ ولایت په اړه وه د دغه ولایت د والي په توګه ګډون درلود.

ښاغلي داوود د چهارشنبې په شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بلخ د والي په توګه د اسحاق رهګذر ټاکل ردوي او وايي چې لا تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ او جمیعت ګوند وروستۍ هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم خبرونه چې په دې وروستیو کې له رسنیو نه خپاره شوي ناسم دي، د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ لا وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې، ما د لوړپوړو دولتي چارواکو په ټولو غونډو کې د بلخ د والي په توګه ګډون کړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ يوې معتبرې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت ګوند د بلخ د والي په توګه د اسحاق رهګذر پر ټاکلو هوکړې ته رسېدلي.

د ولسي جرګې غړی اسحاق رهګذر د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی او ویل کېږي چې د عطا محمد نور سره هم نږدې اړیکې لري.

په همدې حال کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې د بلخ ولایت په اړه رامنځته شوي اختلافات به ډېر ژر حل شي.

نږدې درې میاشتې وړاندې جمهوري ریاست د عطا محمد نور استعفا ومنله او انجنیر محمد داوود يې د بلخ نوی والي اعلان کړ.

خو جمعیت اسلامي ګوند او عطا محمد نور د ارګ دغه پرېکړه یو طرفه وبلله او ويې‌ویل تر هغې به د بلخ د والي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي، تر څو له ارګ سره موافقې ته نه‌‌وي رسېدلی.

د عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي نور پر ځای د بلخ د والي په توګه د اسحاق رهګذر ټاکل يو له وړاندې شویو انتخابونو نه دی چې ارګ ته وړاندیز شوی.

خو د ښاغلي فرهاد په خبره لا تر اوسه دوی په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه کوم رسمي لیک نه‌دی ترلاسه کړی.

منیر فرهاد
منیر فرهاد

نوموړي زیاته کړه:

"موږ لا تر اوسه له ارګ او سیمه‌ییزو ارګانونو نه کوم رسمي لیک نه‌دی ترلاسه کړی، خو دغه مورد په هغو ۱۲ وړاندیزونو کې شامل دی چې جمعیت ګوند ارګ ته سپارلي دي."

دی وايي، د مذاکرې دواړه لوري لا تر دې مهاله وروستۍ نتیجې ته نه‌دي رسېدلي.

که څه هم ښاغلی فرهاد د پاتې ۱۱ نورو هغو وړاندیزونو چې جمعیت ګوند ارګ ته سپارلي څه نه‌وايي، خو يو شمېر رسنیو ویلي چې د پوهنې وزارت د څوکۍ ورکړه هم د عطا محمد نور او جمیعت ګوند له وړاندیزونو نه ده.

د ښاغلي نور ویاند زیاته کړه چې د دغو مذاکراتو په تړاو وروستۍ پرېکړه به د جمیعت اسلامي ګوند رهبري کوي.

خو د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، د بلخ ولایت پر سر راپور ته شوې شخړه که د معامله‌ګیرۍ لامل شي د قانون له مخې د پوښتنې وړ موضوع ده.

نوموړی ټینګار کوي چې ولسمشر باید د ګمارنو په برخه کې شایسته‌سالارۍ ته پام وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG