د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

مینه‌پال: هیله‌مندي شته چې د ارګ او نور مذاکرات مثبتې پایلې ورکړي


د افغانستان جمهوري ریاست د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ پیل شوې خبرې اترې مثبتې ګڼلي او ویلي یې دي چې هیله‌مندي شته چې دا مذاکرات مثبتې پایلې ورکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د دې مسئلې د سوله‌ییز حل غوښتونکی دی او هیله شته چې وروستۍ خبرې اترې به مثبتې نتیجې ورکړي.

هغه وویل، خبرې اترې لا هم جریان لري، خو په اړه‌يې نور جزئیات ورنه‌کړل.

اخوا د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید چې عطا محمد نور ته یو نږدې کس دی، هم وايي چې تېره شپه ښاغلي نور ساعتونه ساعتونه د بندو دروازو تر شا د ملي امنیت د عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د ولسمشر د دفتر له رئیس سلام رحیمي سره خبرې کړې دي.

د ښاغلي حدید په وینا دا خبرې په مزار شریف ښار کې د ښاغلي نور په کور کې شوي، خو دی وايي چې په اړه‌یې جزئیات نه‎لري.

نوموړی وايي، ده ته د ورسېدلو خبرونو له مخې دا لیدنه رغونکې وه او هیله شته چې د عطا محمد نور او ارګ ترمنځ رامنځته شوې ستونزه ډېر ژر حل شي.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید
د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید

ښاغلي حدید زیاته کړه:

"د بندو دروازو تر شا دې خبرو اترو تر نیمې شپې دوام درلود، که څه هم د دې لېدنې جزئیات ماته نه‎دي په ډاګه، خو له حالاتو داسې ښکاري چې په دې برخه کې هوکړه شوې او ان‌شاءالله یوه تمه موجوده ده، دا چې دا خبرې اترې په ښه شکل مخته ولاړې شي او ډاډ هم داسې ورکړل شوی چې دا ستونزه «د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ سیاسي اختلافات» له همدې لارې حلېږي."

که څه هم جمعیت اسلامي ګوند په رسمي ډول په دې اړه څه نه وایي، خو د جمعیت اسلامي ګوند یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې ونه‌غوښتل چې نوم‌یې واخیستل شي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې لیدنه کې کومه هوکړه نه‎ده شوې او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه له‎خوا ونیول شي.

خو یو شمېر کورنیو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ارګ او عطا محمد نور په دې لیدنه کې موافقې ته سره رسېدلي دي.

نږدې درې میاشتې وړاندې جمهوري ریاست د عطا محمد نور استعفا ومنله او انجنیر محمد داوود یې د بلخ نوی والي اعلان کړ.

خو د ارګ دا پرېکړه تر اوسه د عطا محمد نور او جمعیت اسلامي ګوند له‎خوا نه‎ده منل شوې او عطا محمد نور لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د دغو اختلافونو په دوام په جمعیت اسلامي ګوند کې یو شمېر سرچینو ویلي، دوی تر ۱۰ ځلو هم ډېر د یادې ستونزې د هواري په هدف له ارګ سره خبرې کړې دي.

په دې منځ کې بیا د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست له عطا محمد نور سره د ملي امنیت د عمومي رئیس او د ولسمشر د دفتر د رئیس له لیدنې هرکلی کوي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست

نوموړی وايي:

"ښه همدا ده چې دوی سره کېني او له زور او ګواښه کار وانه‎خلي، ځکه چې ګواښونه د ټولو افغانانو ذهنیتونه مغشوشوي او باید دواړه لوري له هغې کار وانه‎خلي، نو تر ټولو ښه لار د خبرو له لارې هوکړې ته رسېدل دي."

د ښاغلي وطندوست په خبره سیاسي اختلافات په بېلابېلو هېوادونو کې یو معمولي خبره ده، خو د هواري لپاره‌یې باید سیاسي خبرې اترې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکا د ولسمشر مرستیال له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په بلخ ولایت کې په خپل وخت او په سوله‎یيز ډول د واک پر لېږد ټینګار کړی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG