د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

د ارزګان لسګونه اوسېدونکو د افغان دولت په ملاتړ وسلې پورته کړې


د ارزګان لسګونه اوسېدونکو د دولت په ملاتړ وسلې پورته کړې او ژمنه يې وکړه چې هغه چاته به اجازه ورنه کړي چې د دولت مخالفت کوي.

دغه خلک په داسې مهال د دولت په ملاتړ وسلې پورته کوي چې څه موده مخکې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور دولت ته خبرداری ورکړ چې د ده او د جمعيت ګوند له خوښې پرته يې څوک د بلخ د ولایت د مقام له څوکۍ نشي لېرې کولای.

د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن سې شنبه لسګونه ملکي خلکو د دولت په ملاتړ د وسلو په پورته کولو سره ووسی، هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له اساسي قانونه سرغړونه وکړي.

دغو کسانو که څه هم د کوم چا نوم وانه خیست، خو اشاره يې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ته وه.

د ارزګان یو شمېر پاڅونوال
د ارزګان یو شمېر پاڅونوال

د دغو پاڅونوالو مشر رحیم الله پوپل ازادي راډيو ته وویل:

"دغه ځوانان او دغه خلک چې نن يې وسلي پورته کړي، موږ هېڅ کله هغه چاته اجازه نه ورکوو چې د افغان دولت په خلاف وي او پر وسله والو طالبانو هم غږ کوو چې نور د سولې له پروسې سره یوځای شي."

له دې سره د دغه پاڅونوالو له ډلې عطاالله افغان او قدرت الله رحیمي چې د افغان دولت په ملاتړ يې وسلې پورته کړي، ژمنه کوي چې ترهغه به د خپل دولت ترشاه ولاړوي چې په تن کې يې یو څاڅکی وینه وي.

دوی ازادي راډيو ته داسې وویل:

"عطاالله افغان یم، ماځکه وسله راخيستې چې غواړم د خپل دولت ترشا ودرېږم او د هغه چامخه ونیسم چي د افغان دولت په خلاف ولاړ وي او د ړنګولو فکر یې کوي. "

"قدرت الله رحیمي یم، تاسې وګورئ چې موږ نن لسګونه ځوانانو او سپن ږیرو د خپل دولت په ملاتړ وسله پورته کړه، موږ غواړو چې نور د خپل دولت ملا وتړو او د خپل سرو مخه به ونیسو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې خلکو له دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ته خبرداری ورکړی و چې له خپل څادر سره پښې سمې وغځوي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG