د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد وايي، پوځیان بهیې په ختیځه غوطه کې سره له دې چې څو هېوادونه د دې کار مخالف دي، په هغو سیمو کې عملیاتو ته دوام ورکړي چې د مخالفینو په لاس کې دي.
اسد په داسې حال کې پرون په ټلوېزیوني وینا کې دا خبرې وکړې چې ځواکونو یې د ختیځې غوطې د هغو سیمو یو په څلورمه برخه نیولې چې د مخالفینو په کنټرول کې دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په بریتانیا کې دی پرون وویل، د سوریې پوځ د ختیځې غوطې له څلورو یوه برخه له مخالفینو نیولې چې دا سیمه اکثر زراعتي ځمکې دي.
په غوطه کې د مخالفینو د یوې عمده ډلې جېشالاسلام یوه ویاند بیا د سوریې د رژیم لهخوا د یوې سیمې په نیولو ملنډې وهلي او ویلي یې دي چې مخالفې ډلې به بیا یوځای شي.
حکومتي رسنیو مخکې راپور ورکړی چې د سوریې پوځ په څو جبهو کې مخته تللې او د دمشق په ختیځ کې یې د ځینو کلیو او زراعتي سیمو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
د راپورونو پر اساس د سوریې د حکومتي ځواکونو د بمباریو په نتیجه کې سلګونه کسان له دې سیمو تښتېدلي دي.
په ختیځه غوطه کې د فبرورۍ له ۱۸مې راهیسې د سوریې او د متحدینو لهخوا یې بمبارۍ او ځمکني عملیات روان دي چې تر دې دمه پهکې ۶۰۰ تنه وژل شوي دي.
ویل کېږي په سوریه کې د ملګرو ملتونو ۳۰ ورځنی اوربند او د روسیې لهخوا پنځه ساعته اوربند یو هم د بشري مرستو په رسولو کې مؤثر نهدی تمام شوی.
د ملګرو ملتونو سازمان د راپورونو پر اساس نږدې څلور لکه (۳۹۳ زره) کسان په ختیځه غوطه کې ایسار پاتې دي.
د سوريې پوځ چې د عامو خلکو په هدف ګرځولو باندې تورن شوی دی وایي، هڅه کوي ختیځه غوطه له ترورېستانو وژغوري.
اخوا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بریتانیا صدراعظمې ترېزا مې پرون یکشنبه په ټیلیفون خبرې کړي او دې نتیجې ته رسېدلي چې سوریه او متحدهیې روسیه د هغه تاوتریخوالي او کړاو مسؤلې دي چې د غوطې خلک ورسره مخ دي.
د اغلې مې دفتر ویلي چې دواړو مشرانو ټینګار کړی چې د اسد په رژیم نفوذ لرونکې روسیه او نورې خواوې باید په ختیځه غوطه کې د تاوتریخوالو د بندولو او د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون هم له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي او له هغهیې غوښتي چې د سوریې په حکومت اړین فشار راولي، څو په غوطه کې په ملکیانو باندې ړندې حملې بندې کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی