د بېوسلې کولو د کنفرانس لپاره د امریکا دایمي استازي رابرټ ووډ په ژنیو کې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» خبریالانو ته وویل، مسکو په دې کې پاتې راغلی دی چې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم د کیمیاوي وسلو له استعماله راوګرځوي.
ښاغلي ووډ وروسته تر دې دا خبره وکړه چې داسې راپورونه خپاره شول چې د بشار الاسد رژیم پر ملکیانو کلورین ګاز استعمال کړي دي.
د سوریې حکومتي ځواکونه څو ځله د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن شوي او روانه اوونۍ راپورونه خپاره شول چې دغو ځواکونو د دمشق ښار په لمن کې د غوطه په سیمه کې هم له کیمیاوي وسلو کار اخیستی دی.
د دې سربېره چې د غوطه د پېښې وېډیوګانې اخیستل شوي او عکسونهیې خپاره شوي دي، مسکو وایي چې دا خبرې درواغ دي.
رابرټ ووډ وایي، روسیې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د لهمنځه وړلو ضمانت کړی و، خو اوسیې سرغړونه کړې ده.
امریکایي رسنیو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې شمالي کوریا د توغندیو متخصصان او یو شمېر تجهیزات سوریې ته استولي دي چې د کیمیاوي وسلو د جوړېدو لپاره پهکارېږي.
په دې راپورونو کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا ویل شوي دي چې تر دې مخکې د تجهیزاتو تر ۴۰ ډېرې بستې د ۲۰۱۲ میلادي او ۲۰۱۷ میلادي کلونو ترمنځ په غیر قانوني ډول سوریې ته استول شوې دي.
د بېوسلې کولو د کنفرانس لپاره د امریکا دایمي استازي، رابرټ ووډ پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» په ژنیو کې دې مسئلې ته اشاره وکړه.
نوموړي وویل:
"زه نهغواړم چې د ملګرو ملتونو د راپور په باره کې چې محرم دی، خبرې وکړم، خو ښکاره ده چې د شمالي کوریا او سوریې ترمنځ د توغندیو او کیمیاوي وسلو په برخو کې د راکړې ورکړې تاریخچه شته چې موږ ورته اندېښمن یوو."
دمشق په سوریه کې د شمالي کوریا د لوبغاړو او د هغوی د روزونکو راتګ تأییدوي، خو د بېوسلې کولو کنفرانس ته د سوریې استازي حصامالدین علا وویل چې دغسې وسلې له دوی سره نهشته.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې کتونکي وایي، پر شمالي کوریا چې د لیرې واټن د توغندیو د ازموینې لپاره او د اټمي پروګرام په خاطر بندیزونه لګول شوي دي، له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ پر بېلابېلو هېوادو خپلې وسلې او نظامي تجهیزات پلوري.