د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۶

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان درېیم واده کړی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند له بشرې مانیکا سره په رسمي ډول د خپل مشر عمران خان د واده تأیید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له ډېرې مودې راهیسې په پاکستاني رسنیو کې داسې ګنګوسې وې چې عمران خان له بشرې مانیکا نومې ښځې سره واده کړی دی.

که څه هم تحریک انصاف «PTI» ګوند د دغو ګنګوسو په اړه له ډېر څه ویلو ډډه کوله، خو د یکشنبې په ورځ ناوخته‌یې پر خپله ټویټرپاڼه د خپل مشر عمران خان د درېيم واده تصويرونه خپاره کړل، ده ته‌يې د واده مبارکي ورکړه او په رسمي ډول‌یې د ښاغلي خان د واده پخلی وکړ.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند له‌خوا په خپرو شویو تصويرونو کې ښکاري چې د عمران خان او بشرې مانیکا په نکاح کې ډېرو لږو کسانو برخه اخیستې او نکاح‌یې هماغه مفتي سعيد تړلې چې تر دې وړاندې یې د عمران او ريحام خان نکاح هم تړلې وه.

عمران خان چې د پاکستان د کرکټ پخوانی او دا مهال د سیاست مشهوره څېره ده او په ټول هېواد کې لکونه مینه‌وال لري، تر دې مخکې دوه ځله واده کړی چې دواړه‌یې په طلاق پای ته رسېدلي دي.

نوموړي لومړی واده ۱۹۹۵ میلادي کال کې له یوې بریتانوۍ جمایما سره وکړ، خو ۲۰۰۵ میلادي کال کې یې طلاق ورکړ او بیا وروسته‌یې دوهم ځل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د پاکستان د یوه شخصي ټلوېزیون له ژورنالېستې ریحام خان سره واده وکړ چې یوازې ۱۰ میاشتې یې دوام وکړ او بیا جلا شول.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د عمران خان نوې ښځه بشرې مانیکا د هغه روحاني مشره هم ده.

د تحریک انصاف ګوند مشر د درېیم واده خبر پر ټولنیزو رسنیو بیا غوغا راپارولې چې د عمران خان پلویان او مخالفین په‌کې یو بل ته ډول ډول پېغامونه لیکي.

XS
SM
MD
LG