نن په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو د عالمانو په ګډون د افراطیت پر وړاندې د مبارزې د همفکرۍ نړیواله یوه ورځنۍ ناسته جوړه شوې وه.
د هندوستان، پاکستان، ایران، مصر او افغانستان یو شمیر عالمان د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۶» په کابل کې سره راټول شوي وو ترڅو د افراطیت سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغې غونډې ته په لېږل شوې بیانیه کې ټينګار کړی و چې دیني عالمان باید د افراطیت پر وړاندې دریځ غوره کړي.
له دې سره د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې په دغې غونډه کې یې ګډون کړی و وویل چې افراطیت یوه کوچنۍ ډله ده او دی په دې باور دی چې دا ډله به ماته خوري.
نوموړي زیاته کړه:
"په هر ځای کې چې بېعدالتي وي هلته د افراطیت د ودې زمینه برابرېږي، خو که موږ د دغې ډلې پر وړاندې چې په اقلیت کې دي په یوه کتار کې منسجم ودرېږو له شک پرته چې افراطیت ماتې خوري."
په کابل کې د افراطیت پر وړاندې د مبارزې د همفکرۍ نړیواله یوه ورځنۍ ناسته د سولې، رسنیو او ښې حکومتوالۍ په نوم انسټټیوټ لهخوا رابلل شوې وه.
د یادې غونډې ګډونوالو ټينګار پر دې وو چې افراطیت د اسلام په دین کې ځای نهلري او دا ستونزه د اسلامي هېوادونو د بربادۍ سبب شوې ده.
دیني عالمان ټینګار کوي چې افراطیت کول او بیا يې اسلام ته نسبت ورکول تر ډېره مسلمانان ګواښي او دغې موضوع د مسلمانانو ترمنځ انسجام لهمنځه وړی دی.
د غونډې ګډونوالو د افراطیت ترڅنګ افراطي هویت هم رد کړ.
د «سولې، رسنیو او ښې حکومتوالۍ د انسټټیوټ» رئیس احمد کمیل میرشاد بیګ وايي، د دغې غونډې څخهیې هدف له افراطیت سره فرهنګي مبارزه او د اعتدال د هویت او امنیت څخه د دفاع په خاطر د افراطیت پر وړاندې د فکري او فرهنګي ځواک رامنځته کول دي.
د غونډې ګډونوالو د یوه پرېکړهلیک له خپرولو سره له مسلمانانو په تېره بیا له علماوو وغوښتل چې له بنسټپالنې سره بېزاري ښکاره کړي.
دوی د بېلابېلو هېوادونو پر سیاستمدارانو هم غږ وکړ چې په خپلو هېوادونو کې دې افراطیت ته د وسیلې په توګه د استعمال ځای نهورکوي.
تر اوسه د افغانستان د سولې په اړه په پاکستان، روسیي، ترکیې، کابل ازبکستان او ځينو نورو هېوادونو کې څو ناستې تر سره شوي، خو د افراطیت مخه نهده نیول شوې او نه هم په افغانستان کې ثبات حاکم شوی دی.
له دې سره د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد چې په دغې غونډه کې یې ګډون کړی و وايي، د افراطیت د رامنځته کېدو د لارو چارو مخه باید ونیول شي.
ده له حکومت څخه هم وغوښتل چې داسې اقدامات دې نهکوي چې خلک خفه کوي او دوی یې له امله افراطیت ته مخه کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"یو شمېر د خپلو اهدافو په خاطر له افراطیت څخه استفاده کوي چې موږ یې ردوو، موږ اعتدال غواړو چې د خلکو د ارامۍ سبب ګرځي."
له دې سره د ولسي جرګې یو غړی نعمتالله غفاري وايي، د افراطیت په روان حالت کې ځينې ډلې د اسلام له دین څخه ناوړه استفاده کوي او د اووه میلیارده انسانانو وژنه روا ګڼي.
دی وايي، اړتیا د دې ده چې دیني عالمان باید په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ