سلګونو تنو د پاکستان د حکومت په وړاندې له قومي اعتراضونو ملاتړ وکړ
د بلخ ادبي خوځښت غړو او د مزارشریف سلګونه تنو اوسېدونکو په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت په وړاندې د پښتونو له اعتراضه ملاتړ وکړ.
له کابو ۱۰ ورځو راپدېخوا زرګونه تونو پښتنو په پاکستان کې د اسلام اباد د حکومتي ادارې په وړاندې احتجاجونه پیل کړي او د پاکستان حکومت د پښتنو پر قومي تصفیې تورنوي.
پښتنو د خپلو څو وروځو تظاهراتو په ترځ کې پرله پسې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د ترهرګرۍ پر ودې، د پښتنو سیاسونو پر وژنه او په سیمه کې د سخت دریځۍ په ترویج ترون کړ.
په بلخ کې ولایت کې سلګونه کسانو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د پاکستان د حکومت پر ضد د شویو احتجاجونو ملاتړ وکړ او له مظاهرو کوونکو یې وغوښتل چې خپل احتجاجونو ته دوام ورکړي.
په بلخ کې مظاهره چیانو د پاکستان حکومت پردې ترون کړ چې له کلونو راپدېخوا افغانستان کې ترورېستي کړنې ترسره کوي.
په مزارشریف کې په همدې منظور د جوړ شوي لاریون مسؤل ذبیح الله احساس داسې وايي:
"پنجاب د افغانانو ښکاره دښمن دی، موږ له هر هغه فعالیته ملاتړ کوو چې د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد وي، موږ د یوه قوم نه، بلکې د یوه ملت په اړه فکر کوو او افغانان باید د پاکستان د ظلم او ستم پر وړاندې چپ پاتې نه شي. "
په بلخ کې مظاهره چیان د پاکستان حکومت په افغانستان کې د انتحاري او انفجاري حملو طراح او اصلي عامل بولي.
په مزارشریف کې مظاهره چیانو سره له دې چي په پاکستان کې یې د پښتنو د احتجاج د داوم غوښتنه وکړه، په کور دننه له ټولو افغانونو یې وغوښتل چې د پاکستان د ترورېستي او ترهګریزو فعالیتونو په وړاندې ودرېږي.
دوی وویل چې افغانانو اوس مهال خپل دښمن پېژندلی او په خپله خاوره کې د پردیو د ترورېستي او بشر ضد فعالیتونو په وړاندې به چپ نه پاتې کېږي.
په بلخ کې دوو تنو مظاهره کوونکو داسې وویل:
" جاوید یم، افغانانو چې اوس خپل دښمن پېږندلی، باید د قوم په پام کې نیولو پرته یو ملت شي او د بشر ضد هر ډول فعالیت په وړاندې ودرېږي، موږ په پاکستان کې د افراطیت ضد فعالیتونو ملاتړ کوو. "
" زما نوم بختیار دی، د پاکستان تظاهرات موږ ته دا ښايي چې موږ د ترورېزم او ترهګرۍ په وړاندې ودرېږو، یو بل ته لاس ورکړو او خپل هېواد د سعادت او خوش بختۍ په لورې بوځو. "
د یادولو ده چې تر دې دمخه د هېواد ولسمشر محمد اشرف غنی له نړېوالې ټولنې او په پاکستان کې له مدني بنسټونو غوښتي دي چې په دې هېواد کې د ترورېزم او افراطیت په وړاندې د پښتنو له پراخو مدني خوځښتونو ملاتړ وکړي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی