افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د وسله والو پر مشکوکو مرکزونو بریدونه کړي او ګڼو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان ډان خبري اژانس د شمالي وزیرستان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته افغان پولې ته نېږدې د شمالي وزیرستان په ګورویګ نومي سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز ۲ توغندي وېشتلي چې په نتیجه کې لږتر لږه ۳ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې په دغه ډرون برید کې د وسله والو مرکز په بشبړ توګه له منځه تللی دی.
دا په روان مېلادي کال کې د پاکستان پر خاوره درېیم د ډرون بريد دی.
تر دې مخکې دغو الوتکو د تېرې میاشتې پر ۱۷مه او ۲۳مه نېټه په کورمه اېجنسۍ کې بريد کړی و چې د رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۳ مشکوک وسلهوال پهکې وژل شوی و.
له بلې خوا بیا د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو پر شمالي وزیرستان سربېره د پولې اخوا پر افغان خاوره هم د وسله والو پر مرکزونو برید کړی چې په نتیجه کې ګڼ شمېر وله وال وژل شوي دي.
دغه ورځپاڼه د استخباراتي چارواکو په حواله ادعا کوي چې د امریکا په ډرون برید کې د افغانستان په مرغه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر خان سید سجنا له خپل وراره سره یوځای وژل شوی دی."
خان سید سجنا د تحریک طالبان د مرستیال مشر ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان «محسو» څانګې مشر هم و.
سجنا د ۲۰۱۳مېلادي کال په مۍ میاشت کې د تحرک طالبان د هغه وخت د مرستیال مشر ولي الرحمن تر وژنې وروسته ددغه ډلې مرستیال مشر شو، چې بیا وروسته د ۲۰۱۴مېلادي کال په اکتوبر کې د امریکا د متحده ایالاتونو له خوا د ترهګرو په لېست کې واچول شو.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د تحریک طالبان محسود ډلې په ډرون برید کې د خان سید سجنا تر وژنې وروسته ددغه ډلې یو بل قوماندان مولوي خاطر د موقتي مشر په توګه ټاکلی دی.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په رسمي ډول په ډرون برید کې د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر د وژنې او نه هم په شمالي وزیرستان کې د وژل شویو وسله والو د هویت په اړه څه ویلي.